ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي امنیت سلاکار: سرحدي موضوعات په هېڅ ډول ساده نه نیول کېږي

د ملي امنیت سلاکار: سرحدي موضوعات په هېڅ ډول ساده نه نیول کېږي

author avatar
22 Aug 2019 - 20:16
د ملي امنیت سلاکار: سرحدي موضوعات په هېڅ ډول ساده نه نیول کېږي
author avatar
22 Aug 2019 - 20:16

کابل (پژواک ٣١ زمرى ٩٨): د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د پاکستانيو ځواکونو له خوا پر کونړ توغنديزو بريدونو ته په اشارې له امنیتي ادارو غوښتي چې په سرحدي موضوعاتو کې په هېڅ ډول نرمښت ونه کړي او هره کوچنۍ او لویه موضوع دې جدي ونیسي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې د ملي امنيت شورا له دفتر څخه خپره شوې ده.

نوموړى په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې له تېرو څو ورځو راهيسې يو ځل بيا پاکستانيو پوځيانو پر کونړ ولايت سلګونه توغندلي توغولي او خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي ده.

د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي نن په ټولنيزه شبکه تويټر کې دغه بريدونه په کلکه غندلي او ويلي چې پر کونړ د پاکستان راکټي بريدونو له ټولو نړيوالو اصولو او نورمونونو سرغړونه ده.

صديقي ويلي: "دغه کارونه په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان نه ژمنتيا ښيي."

دغه راز د ملي امنيت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیتي سکتور د رهبرۍ ناسته کې د خبرو پر مهال د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب زیاته کړه، افغان وسله وال پوځ د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او حریم د ساتنې مکلفیت لري او باید په دې اړه رامنځته کېدونکو هر ډول موضوعاتو کې جدي واوسي.

سرچينه زياتوي، نوموړي په دې اړه له افغان ولسه مننه وکړه چې وخت ناوخت یو شمېر موضوعاتو ته متوجه کېږي او ډېر کله په تش لاس د خپلو سیمو دفاع کوي.

 ده په دې اړه لارښوونه وکړه چې ټولې سرحدي تخطۍ په تېره بیا د ډیورنډ له فرضي کرښې سره تړلي موضوعات دې مستند شي او بلې ناستې ته دې وړاندې شي، چې په رڼا کې یې په اړه لازم تصمیمونه ونیول شي.

هغه له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې په دې اړه لانجو ته لار هواره نه کړي او د هغو اصولو له مخې چلند وکړي، چې په واضح ډول په دې اړه موجود دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په ناسته کې حاضرو ګډونوالو ډاډ ورکړ چې د ټولو امکاناتو په کارولو سره به د هر ډول سرغړونو مخه نیسي او په دې اړه د شویو تخطیانو او انکشافاتو رپوټ به بلې ناستې ته وړاندې کړي.

بايد وويل شي چې له تېرو څو ورځو راهيسې د پاکستان پر ضد د افغان حکومت له خوا يو ځل بيا نيوکې زياتې شوې او څرګندونې یې ترخې شوې دي.

خو پاکستان بيا وايي چې دوى په افغانستان او سيمه کې د سولې، ثبات او ملي يووالي په اړه د هڅو ملاتړ کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.