جلال اباد (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): په ننګرهار کې يو شمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو د سولې له روانې پروسې ملاتړ ښودلی، خو ټينګار کوي چې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې بايد د سولې قرباني نه شي.
دوی دغه راز غوښتنه کړې چې د سولې پروسه بايد د ټاکنو د ځنډ او د نجونو د زده کړو د مخنيوي سبب نه شي.
د غونډې ګډونوالو دغه راز د امريکا له لوري د سولې هوکړه ليک پر چمتووالي خوښي څرګنده کړه او پر طالبانو يې هم غږ وکړ چې له امريکايي پلاوي سره د سولې تړون وکړي.
دوی دا څرګندونې د زمري په ۳۱مه په جلال اباد ښار کې د سولې او بيارغونې له پروژو د ديني عالمانو او قومي مشرانو د ملاتړ په غونډه کې وکړه.
ياده غونډه په ختيځ کې د ولسي ملاتړ پروګرام ادارې له لوري رابلل شوې وه چې په کې لسګونو ديني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او مېرمنو برخه اخيستې وه.
د دې ادارې مشر سيدالرحمن مومند وويل، له غونډې يې موخه د سولې له پروسې او په ننګرهار کې د بيارغونې له پروژو ملاتړ دی چې ټول ولسونه له دغو پروسو ملاتړي دي.
دی وايي، د امريکا له لورې د سولې هوکړه ليک ته چمتووالی هيله بښونکی دی او دغه راز يې پر طالبانو هم غږ وکړ چې ياد هوکړه ليک ته چمتووالی وښيي.
غونډه کې ديني عالمانو وويل، اوس تر بل هر وخت طالبان د سولې پروسې ته علاقمند شوي، تر ډېره پر دې باور دي چې جګړه يې د وطن د بربادۍ لپاره ده.
د دوی له ډلې ديني عالم مولوي شېراز خان عظيمي پژواک ته وويل، طالبان بايد د سولې هوکړه ليک ژر تر ژره لاسليک او له افغان حکومت سره بين الافغاني مذاکرات پيل کړي.
هغه هيله مندي څرګنده کړه چې اوس په طالبانو کې تر بل هر وخت له سولې سره علاقه زياته شوې او تمه شته چې دغه ځل به سوله حتمي شي.
د غونډې يو شمېر ګډون کوونکو مېرمنو بيا له هغې سولې سره مخالف څرګند کړ چې په خبره يې د دوی د تعليم او حقونو مخه په کې نيول کېږي.
شفيقه شينوارې يوه له هغو مېرمنو وه چې په دې غونډه کې يې د خبرو پر مهال د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړ او ټينګار يې وکړ چې د سولې پروسه بايد د مېرمنو پر زده کړو بنديز ونه لګوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن