پلخمري (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨): د بغلان والي وايي، تلپاتې سولې ته رسېدل د حکومت لومړيتوب دى، خو د پاکستان له خوا وړاندې شويو شرطونو پر سولې د افغانانو باور کم کړى او يو څه ټکنۍ شوې ده.
والي احمد فريد بسيم دغه څرګندونې نن (د زمري ٣١مه) پلخمري کې د سولې او افغان ځواکونو په ملاتړ د سرحدونو او قبايلو چارو وزات له خوا په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
ده وويل، افغان امنیتي ځواکونو د خپلې خاورې د ساتنې او په کې د تلپاتې سولې لپاره قربانۍ ورکړې دي، داسې سوله غواړي چې پر راتګ یې افغان امنیتي ځواکونه لاپیاوړي شي، نه دا چې ګاونډیان نامشروع هدف ترلاسه کړي.
هغه زياته کړه: "افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ روانو خبرو کې د پاکستان له خوا د ډیورنډ کرښې رسمي کولو او له هندوستان هېواد سره د افغان حکومت د اړیکو محدودولو غوښتنې هغه څه دي چې د سولې پر روانو خبرو د افغان حکومت او خلکو شک زیات شوی دى."
د والي په وينا، د افغانستان دښمنانو ته د سیاسي ماتې ورکولو یواځينۍ لار ولسمشریزې ټاکنې دي او سوله چې اوږد وخت ته اړتیا لري، نو لومړى باید ټاکنې وشي او بيا راتلونکی حکومت کولای شي د سولې په اړه لازمې پرېکړې وکړي.
د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت د جرګو د همغږۍ ريیس نیازمحمد امیري وویل، د سولې په برخه کې هر ډول هڅې کمې دي، په هره کچه چې وي، باید رڼې او پر جزئیاتو یې خلک خبر وي، خو د روانو خبرو پر جزئیاتو نه دي خبر، هیله ده چې حکومت یې خلکو ته روښانه کړي.
دى زياتوي: "که رښتیا ووایو، لکه څنګه چې امریکا له افغان حکومته ځینې خبرې پټې ساتي، دغه راز افغان حکومت هم له دوی سره د سولې خبرو جزئیات نه دي شریک کړي؛ که حالات همداسې ګونګ دوام وکړي، فکر نه کوي چې دغه خبرې په سمه توګه سرته ورسیږي، ځکه د سولې لپاره جوړ شوي ۱۵ کسیز پلاوي کې د قبایلو وزارت څوک نشته."
ديني عالم مولوي محمد رضا رضوي وويل، سوله ديني امر دى او له دغه څڅه سرغړوونکي د شريعت له پلوه مجرمين ګڼل کېږي.
د ده په خبره، افغان امنيتي ځواکونو د دې خاورې لپاره او افغانانو ته د تلپاتې سولې راوستو په خاطر قربانۍ ورکړې دي، نو لازمه ده چې د سولې روانې ټولې خبرې د افغان امنيتي ځواکونو پر شتون او قوت تمامې شي.
ياد شوي مسوولين په داسې حال کې د سولې د روانو خبرو په اړه څرګندونې کوي چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن