ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا خلک د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پټو خبرو اندېښمن کړي

د پکتیکا خلک د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پټو خبرو اندېښمن کړي

author avatar
22 Aug 2019 - 12:37
د پکتیکا خلک د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پټو خبرو اندېښمن کړي
author avatar
22 Aug 2019 - 12:37

ښرنه (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨): د پکتيکا ولايت اوسېدونکي وايي چې د امريکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه پټو خبرو اندېښمن کړي او وېره لري چې له طالبانو سره له سولې وروسته به بله جګړه پيل شي.

له تېرو څو مياشتو راهيسې د قطر هېواد په دوحې ښار کې د وسله والو طالبانو او امريکايې استازو ترمنځ د افغان سولې په تړاو خبرې روانې دي، خو د خبرو اصلي محتوا تر اوسه له رسنيو او خلکو سره نه ده شريکه شوې چې په اړه یې ګڼ افغانان اندېښمن دي.

په دې اړه د پکتيکا یوه اوسېدونکي حبيب الرحمن د زمري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغانان له جګړې سخت په تنګ شوي او د سولې راتلو ته بې صبرانه شېبې شمېري.

دى زياتوي: ((د سولې خبرې د امريکا او طالبانو ترمنځ روانې دي، موږ ورته هيله من يو خو اصلي خبرې له خلکو سره نه شريکېږي چې د اندېښنې وړ مسئله ده.))

ده ټينګار وکړ چې د سولې اصلي مذاکرات بايد د حکومت او طالبانو ترمنځ پيل شي څو يوې مطلوبي پايلې ته ورسېږي.

په ورته وخت د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکي ضياالحق پژواک ته وويل: ((سولې ته موږ دومره ضرورت لرو، لکه ژوندي موجودات يې چې اکسېجن ته لري.))

دى هم د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو پر پيل ټينګار کوي او وايي، که سوله ونه شي د افغان وژنې دغه لړۍ به همداسې روانه وي.

همدارنګه د پکتيکا د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکې امنې پژواک ته وويل چې دوه کاله وړاندې يې زوی د پوليسو په ليکو کې وژل شوى دى.

هغې وويل: ((هره ورځ راډيو نيسم خبرونه اورم، د سولې د راتګ انتظار باسم، زه نه غواړم چې نورې ميندې هم زما په شان بورې شي.))

په ورته وخت کې پکتيکا کې د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان کټوازي پژواک ته وويل چې له يوې خوا په هېواد کې خلک د سولې راتلو ته هيله من شوي خو له بلې خوا د سولې ګونګې خبرو اندېښمن کړي دي.

دى وايي: ((زموږ اندېښنه دا ده چې امريکا او طالبان به سوله وکړي خو د حکومت او طالبانو ترمنځ به جګړه همداسې روانه وي، نو په دې برخه کې هر څه بايد خلکو ته وويل شي.))

همدارنګه د پکتيکا د ولايتي شورا غړي عزيز عزيز پژواک ته وويل چې با عزته او باثباته سوله د هر افغان غوښتنه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.