ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کاپیسا په تګاب کې د طالبانو نظامي مسوول نیول شوی”

“د کاپیسا په تګاب کې د طالبانو نظامي مسوول نیول شوی”

author avatar
22 Aug 2019 - 16:49
“د کاپیسا په تګاب کې د طالبانو نظامي مسوول نیول شوی”
author avatar
22 Aug 2019 - 16:49

 

چاریکار (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸): د کاپیسا امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې د تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول د ماین خښولو پر مهال نیول شوی دی.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالشایق شورش پژواک ته وویل، نن سهار د تګاب ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ پولیسو د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول نیولی دی.

هغه زیاته کړه چې یاد کس د تګاب ولسوالۍ په شینکي کلي کې د ماین خښولو پر مهال نیول شوی دی.

شورش د طالبانو د نظامي مسوول نوم سید محمد یاد کړ او ویې ویل، نوموړی په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم غړی دی چې د ماین جوړونې مسوولیت یې پر غاړه و.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي مسوول په خبره، دغه کس غوښتل چې دغه ماین امنیتي سرتېري ته خښ کړي.

هغه دغه راز وویل، نیول شوي کس په څو تروریستي قضیو تورن دی.

بلخوا طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

تګاب د کاپیسا ناامنه ولسوالي ده چې طالبان په کې فعالیت کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.