کابل (پژواک،۳۱ زمری ۹۸): یوه سرچینه وايي چې د «سولې او اعتدال» ټاکنیز ټکټ دویم مرستیال محمد محقق د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټېم سره یو ځای شو.
د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ ویاند فریدو خوځون پژواک خبري اژانس ته وویل، محمد محقق نن له یاد ټکټ سره یو ځای شو.
د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق له دې مخکې د محمدحنیف اتمر په مشرۍ د «سولې او اعتدال» ټاکنیز ټکټ دویم مرستیال و.
خوځون زیاته کړه، د ثبات او همپالنې او اسلامي وحدت ګوند ټېمونو یو هوکړه لیک لاسلیک کړی او له مخې به یې یاد ګوند د ثبات او همپالنې له ټېم سره یو ځای شو.
د راپورنو له مخې، د سولې او اعتدال ټېم د بریالیتوب په صورت کې د لومړي وزیر پر پوسټ د دغه ټاکنیز ټکټ د مهمو غړو ترمنځ د اختلاف له امله تیت او پاشان شوی خو تر اوسه د یاد ټکټ هېڅ مهم غړي په رسمي ډول دغه تیت او پرک کېدل نه دي تایید کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن