د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د چرګانو فارمونو په کور دننه د خلکو اړتیا پوره کړې ده

ننګرهار کې د چرګانو فارمونو په کور دننه د خلکو اړتیا پوره کړې ده

Aug 22, 2019 - 11:48

جلال اباد (پژواک، ۳۰ زمری ۹۸): په ننګرهار کې د چرګانو د روزنې شاوخوا ۲۵۰۰ فارمونه دي چې هم يې په کور دننه د خلکو اړتيا پوره کړې او هم په کې زرګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

بلخوا فارم لرونکي شکايت کوي چې دولت ورته پوره پاملرنه نه ده کړې او د ځينو ستونزو موجوديت کې کارونه له خنډ سره مخ کړي دي.

په بازار کې لا هم پاکستاني چرګان شته، د چرګانو د دانې کمښت او د چرګوړو د توليد فابريکو نشتوالی هغه ستونزې دي چې فارم لرونکي یې لري.

د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ يو له هغو سيمو ده چې د چرګانو فارمونه په کې زيات دي، د دغو فارمونو له ډلې يو يې هم د ولسوالۍ اړوند سراچې سيمې کې دی.

په دوه منزله ودانۍ کې جوړ شوی دا لوی فارم چې په هره روزنيزه څلوېښت ورځنۍ دوره کې په کې د ۲۰۰۰ چرګانو روزل کېږي، په مستقيم او غير مستقيم ډول يې ګڼو خلکو ته کاري زمينه برابره کړې ده.

حاجي محمد اسحاق قريشي چې په خپله څلور جريبه کرنيزه ځمکه کې يې د کارډيف موسسې په مرسته د چرګانو روزنې فارم جوړ کړی، وايي له خپل دغه کاره خوښ دی.

نوموړي له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، په فارم يې له ځمکې پرته ۵۰زره ډالر لګښت راغلی او کارډيف موسسې هم ورسره په کې يو څه مرسته کړې؛ خو له موسسې ځکه راضي و چې په وينا يې دغه فکر ورته دغې موسسې ورکړی دی.

دی وايي چې پخوا يې په دې ځمکه کې کرونده کوله چې خپل کړی مصرف به يې هم نه پوره کاوه او ستونزې يې پرې نه حلېدې.

نوموړی وايي، په فارم کې ورته خپله هم کاري زمينه برابره شوې او په مستقيم او غير مستقيم ډول يې شاوخوا دېرشو نورو کسانو ته هم د کار زمينه برابره کړې ده.

په دغه فارم کې پر کار بوخت د کونړ د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی غلام جان وايي چې پخوا يې ژوند ښه نه و، خو په دغه فارم کې ورته تر کار پيدا کېدو وروسته يې د کورنۍ اقتصادي وضعيت ښه شوی دی.

نوموړی په سوداګرو غږ کوي: ((زموږ تجاران بايد داسې کارونه وکړي چې نورو خلکو ته په کې کار پيدا شي، څومره چې خلک په کار مشغولېږي، هومره ورسره امنيت هم ښه کېږي.))

په ختيځ کې د چرګانو د روزنې فارمونو اتحاديه وايي، اوس مهال په ختيځ زون کې له درېيو زرو زيات فارمونه موجود دي چې له ډلې يې نږدې دوه نيم زره په ننګرهار ولايت کې دي.

د دې اتحاديې وياند سيدالرحيم خان بابکرخېل پژواک اژانس ته وويل چې په ننګرهار ولايت کې فارم لرونکي لا هم د بازار له نشتوالي، د يو ورځنيو چرګوړو او د چرګانو د دانو له کمښت سره مخ دي.

هغه وويل، که دولت، په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ وزارت دغو ستونزو ته پاملرنه ونه کړي، نو ياد فارمونه به له سقوط سره مخ شي.

خو په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ رياست د مالدارۍ انجينر سميع الله نصرت پژواک ته وويل چې د دغه ولايت د چرګانو فارم لرونکي اوس د بازار په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري.

دی وايي: ((د جلال اباد ښار او ټول ولايت د چرګانو بازار همدغو چرګانو نيولی، له پاکستان پرته له ګټو چرګو چې دلته نه روزل کېږي، نورې هېڅ چرګې نه راځي. حتی شمالي ولايتونو او پلازمېنې کابل ته هم همدا چرګان انتقالېږي. نور نو دوی دومره توليد نه شي کولی، چې بهر ته يې هم صادر کړو.))

د کرنې رياست دغه مسوول وايي چې د چرګانو د توليد فابريکو د ايجاد په برخه کې يې هم هلې ځلې پيل کړې او دغه ستونزه به هم د وخت په تېرېدو حل شي  او د دانو د برخې ستونزه يې هم يو څه حل شوې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحايه وايي، چې د يادو فارمونو لرونکي دې د مزدورانو ژوند ته پاملرنه وکړي او هم دې دولت د دغو فارمونو پايښت لپاره کار وکړي.

د دې اتحاديې مشر ډاکتر محمد لياقت عادل پژواک اژانس ته وويل، په يادو فارمونو کې کاريګر د اتو ساعتونو په مزد باندې شپه او ورځ کار کوي چې دا د دوی په حق کې ښکاره تېری دی.

هغه دا هم وويل، که يادو فارمونو ته دولت پاملرنه وکړي او همداسې دوامداره پاتې شي، نو په شتون کې به يې دغه زرګونه کسان چې په کار بوخت دي، همداسې به په کار پاتې شي.

سره له دې چې په ننګرهار کې د چرګانو د توليد  فارمونو خلکو ته دومره اسانتيا هم برابره کړې، خو فارم لرونکي شکايت کوي چې دولت ورته پوره پاملرنه نه ده کړې او که وضعيت همداسې دوام وکړي نو ښايي ياد فارمونه ورو ورو د سقوط خوا ته ولاړ شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement