د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نړیوال بانک له سولې وروسته د افغانانو اقتصاد ښه کولو برخه کې مشورې اخلي

نړیوال بانک له سولې وروسته د افغانانو اقتصاد ښه کولو برخه کې مشورې اخلي

Aug 22, 2019 - 12:29

 

کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨): نړيوال بانک وايي، له وسله والو طالبانو سره د سولې له احتمالي هوکړې وروسته یې افغانانو ته د اقتصادي پروګرامونو پلانولو لپاره د خپلو نړيوالو او افغان همکارانو د نظرونو او مشورو راټولولو لړۍ پيل کړې ده.

په کابل کې د نړيوال بانک دفتر له خوا د زمري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مشورو دا لړۍ نن پيل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، تر دې مهاله د دغه بانک چارواکو له یو شمېر نړيوالو او افغان همکارانو سره څو مشورتي ناستې هم کړې دي.

نړیوال بانک د سولې له احتمالي هوکړې وروسته له افغانستان سره د اقتصادي مرستو لپاره د سلا مشورو دا لړۍ په داسې حال کې پيل کړې چې ټاکل شوې ډېر ژر به د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د خبرو نهم پړاو پیل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هم وسله والو طالبانو او هم زلمي خلیلزاد تمه ښودلې چې د خبرو په دغه نوي پړاو کې به د دواړو خواو ترمنځ پاتې مسايلو ته د حل لار ولټول شي او په پايله کې به يې ممکن دواړه غاړې يو هوکړه ليک لاسليک کړي.

په افغانستان کې د نړيوال بانک رييس هينري کرالي وايي، د سولې له احتمالي هوکړې وروسته د مشورو ټولولو په برخه د نړيوال بانک هڅې پر څو برخو باندې متمرکزې دي.

کرالي ويلي: "په لومړي ګام کې غواړو وښيو چې د سولې هوکړه کولی شي د باثباتې اقتصادي ودې او انکشاف لپاره فرصت رامنځته کړي او دغه بهير په جګړه کې د ټولو ښکېلو خواوو په ګټه دی. دويم موږ غواړو يو لړ بالقوه اصول او لومړيتوبونه په نښه کړو چې له سياسي هوکړې وروسته يې پر بنسټ د اقتصادي ودې پروګرام د پلانولو لپاره اړينې او ګټورې پرېکړې وکړو. بالاخره مونږ دا مهال د داسې اقتصادي طرحو په راټولولو پسې يو چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو او سوکالۍ لپاره زمينه مساعده کړي".

نړيوال بانک ويلي، د وزيرانو په کچه د افغانستان په اړه د ۲۰۱۸ ميلادي کال د ژنيو په کنفرانس کې له نړيوال بانک څخه غوښتنه شوې وه، څو د سولې له تړون وروسته‎ د لوږې کچې کمولو، اقتصادي ودې او پراختيا په موخه د انکشافي پروژو د همغږۍ لپاره يوه هر اړخيړه طرحه جوړه کړي.

نړیوال بانک وايي، د اړوندو همکارانو د مشورو او نظرياتو لومړنۍ مسوده جوړه شوې، خو لا هم اړتيا ده چې د خپلو نړيوالو همکارانو او افغانانو پراخ نظريات راټول شي.

هينري کرالي ويلي: "په افغانستان کې د سولې ټينګېدو هڅې د عطف ټکي ته رسېدلې دي؛ په دغه بهير کې د نړيوال بانک دنده په تحليل او تخنيکي سلا مشورو محدوده ده او په هېڅ ډول د ښکېلو اړخونو تر منځ د سولې خبرو اترو کې رول نه لري".

د نړیوال بانک دغه چارواکي ویلي، د افغانستان د راتلونکې لپاره د اقتصادي پروګرامونو طرح ورته لومړیتوب لري.

کرالي زياته کړې، سولې ته د رسېدو لرليد هغه وخت ښه کېږي چې د سولې له هوکړې وروسته د افغانستان د اقتصادي پراختيا لپاره زمينه مساعده شي او هغو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي چې د لوږې او بېکارۍ له امله دولت ضد وسله والو ډلو سره يوځای کېدو ته اړ کېږي.

د نړيوال بانک رييس ویلي چې د عامو خلکو د نظرونو او مشورو راټولول به له دغه بانک سره مرسته وکړي چې د افغانانو د اړتياوو پر بنسټ يو هر اړخيز اقتصادي پلان جوړ کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په پام کې ده چې د مشورو او نظرياتو راټولول د يوې سياسي هوکړې ترلاسه کولو او له سولې وروسته پروګرامونو په اړه تر پرېکړې پورې دوام وکړي.

د دغه بهير په اوږدو کې به له ټولو مخکښو افغانانو او د نظر له خاوندانو هيله وشي چې خپلې مشورې د نړيوال بانک په ویب پاڼه کې د شته برېښناليک له لارې د دغه بانک له چارواکو سره شريکې کړي.

نړیوال بانک چې په نړۍ کې د لوږې د ختمېدو په برخه کې کار کوي، په افغانستان کې هم د تلپاتې ودې لپاره د زېرمو برابرولو په برخه کې له افغان حکومت سره کار کوي.

دغه بانک ويلي چې تر اوسه يې له افغانستان سره په دې برخه کې د ۴.۴ ملیارده ډالرو وړیا مرسته کړې ده.

همداشان نړیوال بانک د افغانستان د بیارغونې د صندوق د همغږۍ چارې پر مخ وړي، دغه صندوق د افغانستان د بیارغونې لپاره ۱۱.۴ ميلیارده ډالرو پانګونه کړې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan