ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د امریکا او طالبانو د سولې پر خبرو نظارت لرو

ولسمشر غني: د امریکا او طالبانو د سولې پر خبرو نظارت لرو

author avatar
22 Aug 2019 - 14:19
ولسمشر غني: د امریکا او طالبانو د سولې پر خبرو نظارت لرو
author avatar
22 Aug 2019 - 14:19

 

کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨): ولسمشر اشرف غني وايي چې د سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ پر روانو مذاکراتو نظارت لري.

د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمه کالیزه د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون پرون ماښام د دارالامان په بیارغول شوې ماڼۍ کې ونمانځل شوه.

په پيل کې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې عمومي ريیس عبدالمتین بېک یادو مراسمو ته په وینا کې وویل، د خپلواکۍ اصلي اتلان د افغانستان خلک دي، افغانانو هر وخت خپله خاوره له یرغلونو ژغورلې ده.

هغه زياته کړه،  له استعمار سره له مقابلې تر جهاد او مقاومت، له تروريزم سره له مباررزې د جمهوري نظام لپاره تر درېدو، د دې ازاد او سرلوړي ملت کارنامې دي.

د غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه د دغو مراسمو بله ویناواله وه او په خپلو خبرو کې یې وویل،  کله چې شاه امان الله خان خپلواکي واخیسته، لومړنۍ جمله یې دا وه چې وسلې پر ځمکه کېږدئ او قلم واخلئ؛ ځکه یو بېسواده ملت هېڅکله هم ازاد نه وي.

دې زیاته کړه: ((زما د پلار لویه هیله نجونو او هلکانو ته د ښوونځیو جوړول و او مور مې ملکه ثریا د مستورات په نوم چې وروسته یې نوم ملالۍ ته تغییر شو، ښوونځی جوړ کړ.))

شهزادګۍ هندیې وویل، پلار يې اصیل مسلمان، فوق العاده ملت دوست او مهربان و او له ولسمشر یې د دې ودانۍ د بیارغونې له امله چې د ټولو افغانانو لپاره ملي سمبول دی، مننه وکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې وویل:  "موږ نن د دارالامان ویجاړه شوې ودانۍ بېرته ورغوله، په هماغه تاریخي عظمت د دارالامان ماڼۍ بیا راپورته کېدل، زموږ د ملت له بیا راپورته کېدو سره په زړه پورې ورته والی لري."

هغه وویل: "دا ودانۍ د تاریخ یوه بېلګه ده چې ښیي موږ د دولت، عزت او وقار لرونکي یو. د غازي امان الله خان یاد او خاطرې ژوندۍ ساتو او په ویاړ یې یادونه کوو، خو زموږ اصلي موخه د خپلواکۍ یادول او نمانځنه ده."

ولسمشر غني څرګنده کړه: "ترهګرو زموږ د بېګناه هېوادوالو د وینې په تویولو سره وکولای شول د دې ورځې نمانځنه وځنډوي، خو هغوی به هېڅکله هم بریالي نه شي چې موږ له پرمختګ، تحول او ازادۍ غوښتنې څخه وګرځوي."

هغه ټینګار وکړ، د افغانستان لوی ملت په کلکې ارادې سره دا مسیر انتخاب کړی او حرکت به پرې کوي، د دې ورځې نمانځنه د دې لپاره مهمه ده چې دا ورځ د ملي یووالي، ملي پیوستون او د تحول او غوره راتلونکې لپاره د ژمنې نوي کولو فرصت دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.