د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هرات کې د انګورو حاصلات ۱۳۵زرو ټنو ته لوړ شوي

په هرات کې د انګورو حاصلات ۱۳۵زرو ټنو ته لوړ شوي

Aug 22, 2019 - 19:56

هرات ښار (پژواک، ۳۱ زمری ۹۸):  په هرات کې د لوړ رتبه حکومتي مسوولینو په حضور کې د شاتو او انګورو جشنواره په داسې حال کې جوړه شوه چې د انګورو حاصلات سږ کال ۱۳۵زرو ټنو ته لوړ شوي دي.

د انګورو یاده جشنواره، څلورمه جشنواره ده چې نن د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ ادارې په انګړ کې د لوړ رتبه حکومتي چارواکو په ګډون جوړه شوه.

د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو په خبره، روان کال په یاد ولایت کې به د انګورو حاصل ۱۳۵ زره ټنه شي؛ په داسې حال کې چې تېر کال د انګورو حاصلات ۱۲۰زره ټنه و.

په دې اړه د هرات د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالصبور رحماني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږکال د انګورو تولیدات ۱۵ سلنه زیات شوي دي.

ده زیاته کړه چې سږکال به د هرات د شاتو تولید ۱۵ ټنو ته ورسېږي. 

د هرات د کرنې او مالدارۍ رییس وویل چې په یاده جشنواره کې کرنیز محصولات په ۵۳ غرفو کې نندارې ته وړاندې شول.

ده زیاته کړه: "تېر کال موږ د انګورو ۱۲۰ زره ټنه تولیدات درلودل چې سږکال له نېکه مرغه یاد تولیدات ۱۳۵ زره ټنه اټکل شوي دي."

که څه هم د بڼونو د حاصلاتو لپاره د خرڅلاو د بازار نه شتون د بڼوالو په وړاندې لویه ستونزه ګڼل کېږي؛ خو د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د نړیوالې بازار موندنې لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي.

د کرنې اومالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني وویل چې یاد وزارت تر راتلونکې یوې میاشتې د کرنیز سکتور د ښه والي لپاره پراخ پروګرامونه په پام کې لري.

د سړو خونو جوړول، له مسلخونو ګټه اخیستل، کرنیزې زېرمې، په سرحدونو کې د قرنطین مرکزونه، د کیفیت د کنټرول لابراتوارونه، هوايي دهلیزونه او کرنیز نندارتونونه، له هغو پروګرامونو څخه دي چې د کرنې او مالدارۍ وزیر په وینا، په نږدې راتلوونکی کې په هېواد کې پلي کېږي.

دراني زیاته کړه چې تر یوې میاشتې به د ۴۰ میلیونه ډالرو په لګښت پنځه معیاري مسلخونه په هرات، کابل، مزارشریف، او کندز کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه وویل: "د يوې میاشتې په اوږدو کې به پنځه معیاري مسلخونه په پنځو ولایتونو کې ګټه اخیستنې ته وسپارو چې یوه يې په هرات کې ده او په جرئت ویلی شو چې زموږ کرنیزو محصولاتو په بهرنیو هېوادونو کې ځای موندلی دی. "

بلخوا، د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د هرات انګور ترکيې، هند، پاکستان، ایران، اماراتو او ترکمنستان هېوادونو ته ولېږدول شي.

ده زیاته کړه، تېره ورځ د یاد ولایت هوايي ډګر ته څېرمه د یوې سړې خونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې په جوړېدو سره به يې بهرنیو هېوادونو ته د انګورو صادرات زیات شي.

بلخوا د انګورو بڼوال له حکومته غواړي چې بهرنیو هېوادونو ته باید د ځمکې او هوا له لارې د مېوو د صارولو لارې جوړې کړي، تر څو هغوي اړ نه وي چې خپل محصولات په ټیټه بیه وپلوري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement