کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٨): د دارالامان تاريخي ماڼۍ له بيارغونې وروسته د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو د سلمې کاليزې په وياړ تېره شپه پرانيستل شوه.
په دغو مراسمو کې چې په دارالامان ماڼۍ کې نیول شوي وو، ولسمشر اشرف غني، د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل، د غازي امان الله خان لور هنديې، لمسۍ یې ثريا ملک، د ملي شورا غړو، د کابينې غړو، سياسي مشرانو، مدني فعالانو او نورو خلکو ګډون کړی و.
ولسمشر اشرف غني د دارالامان ماڼۍ ته په ور رسېدو د پرانيستې په مراسمو کې ګډون وکړ، بيا يې د ماڼۍ بېلابېلې برخې وليدلې.
هغه د ولسمشرۍ د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې دوو مسوولينو ته چې د دارالامان ماڼۍ د بيارغونې چارې يې پر مخ وړې وې، مډالونه ورکړل.
د مراسمو پر مهال د غازي امان لله خان لور مېرمن هنديې هر اړخيزه وينا وکړه او د غازي امان الله خان ځينې خاطرې يې يادې کړې، هغې په پاى کې د خپل پلار په استازیتوب ولسمشر غني ته (افرين، شاباس) هم وويل.
د دغو مراسمو پر مهال ملي سندرې هم وويل شوې، افغان موډلانو نمايش وړاندې کړ .
ولسمشر اشرف غني د مراسمو په پاى کې د خپلواکۍ ورځې، غازي امان الله خان او سولې پروسې په اړه هر اړخيزه وينا وکړه.
ټاکل شوې وه چې دا ماڼۍ د زمري په ٢٨مه د خپلواکۍ په ورځ پرانيستل شي، خو له دې ورځې دوه ورځې مخکې د کابل د ودونو په يوه هوټل کې د ځانمرګي بريد له مله دغه مراسم وځنډول شول.
په دغه بريد کې ٨١ هېوادوال ووژل شول او شاوخوا ٢٠٠ نور ټپيان شول.
د دارالامان ماڼۍ د غازي امان الله خان په دوره کې جوړه شوې چې د تېرو ۴۰ کلونو په جګړو کې څو ځلې ويجاړه شوه.
ولسمشر اشرف غني د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې د دې ودانۍ د بیارغونې اعلان وکړ چې وروسته د افغان انجنيرانو او کاریګرو په زيار بالاخره بېرته ورغول شوه.
د دارالامان تاریخي ماڼۍ د بیارغونې کار د ۱۳۹۵کال د جوزا په لسمه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا رسماً پرانیستل شو، په سر کې يې مسوولیت د ښارجوړونې او اراضي وزارت ته وسپارل شو، خو وروسته يې د بيارغونې مسووليت د ۱۳۹۶کال د لړم په ۱۷مه نېټه د ولسمشر د حکم له مخې د ولسمشرۍ د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې پر غاړه واخيست چې اوس مهال يې د بیارغولو چارې د یادې ادارې له خوا پرمخ وړل کېدې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن