جلال اباد (پژواک ۳۱ زمری ۹۸): د ننګرهار پوليسو تېره مياشت د دغه ولايت په ځینو سيمو کې د عملياتو او چيک تلاشیو پر مهال ۱۰۸ ميله درنې او سپکې وسلې ترلاسه کړې او په تړاو يې لسګونه کسان هم نيول شوي دي.
يادې وسلې د زمري په ۳۱مه د دغه ولايت د امنیې قوماندانۍ په انګړ کې ډاياګ يا د بې وسلې کولو ملي پروګرام ته وسپارل شوې.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په نیول شوو وسلو کې يې لس ميله د سولې له پروسې سره د یو ځای شوو طالبانو دي او پاتې ۹۸ میله نورې د عملیاتو پر مهال ترلاسه شوې او ورسره په تړاو ۵۳ کسان هم نیول شوي دي.
میاخېل زیاته کړه، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې په ښار او ولسوالیو کې له ځان سره غیر قانوني وسلې وګرځوي.
په ورته مهال د ننګرهار امنیه قوماندان مل پالسوال عبدالرقیب مبارز وایي، په جلال اباد ښار کې یې د هغو خلکو پر ضد مبارزه پیل کړې چې په خپلو کورونو کې غیر قانوني وسلې ساتي.
نوموړي وويل، د تېرې مياشتې په اوږدو کې د عملياتو پر مهال راټولې کړې ۱۰۸ ميله وسلې يې نن رسماً د ډاياګ يا بې وسلې کولو ملي پروګرام ته وسپارلې.
په ختیځ کې د بې وسلې کولو ملي پروګرام مسوول ډاګروال شاه اقا وایي چې په روان لمریز کال کې ورته د ختيځ په کچه له ۲۰۰۰ ميله ډېره وسله سپارل شوې چې ۱۵۰۰ ميله يې د ننګرهار ده.
امنیتي چارواکي داسې مهال په ننګرهار کې د وسلو ترلاسه کولو خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد او ولسوالیو کې غیر مسوولو وسله والو خلک اندېښمن کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن