جلال اباد (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه٩٨): د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ په يو بازار کې د ماين چاودنې يو ملکي وګړى وواژه او نهه نور يې ټپيان کړل.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک خبری اژانس ته وويل چې نن سهار شا وخوا لس بجې د دغه ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ د کږې نومي سيمې په بازار کې د ځای پرځای شوي ماين د چاودنې له امله يو ملکي وګړی ووژل شو او نهه نور ټپيان شول.
د هغه د معلوماتو له مخې، ټپيان د سيمې خلکو او ځايي پوليسو، د يادې سيمې يوه روغتون او د دغه ولايت په مرکز جلال اباد کې حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند ظاهر عادل هم روغتونونو ته د نهو ټپيانو او يوه مړي لېږد تاييدوي او وايي چې ټپيانو کې د ځينو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
د بشرمل په نوم يو ځايي اوسېدونکي پژواک ته وويل کله چې تر چاودنې وروسته سيمې ته ورغى ګڼ شمېر کسان يې په ټپي حالت کې وليدل چې خلکو روغتونونو ته لېږدول.
خو هغه وايي چې د ټپيانو د شمېر په اړه کره معلومات نه لري.
د ماين د دغې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن