جلال اباد (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه، ۹۸): ځايي چارواکي وايي، د ننگرهار خوږياڼو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې له دواړو لوريو ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ د غازي اباد سيمې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته ډله ييز بريد وکړ.
د هغه په وينا، وروسته د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ سخته نښته وشوه او دواړه لوريو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ده په وينا، په نښته کې پنځه طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي او دغه راز درې پوليس هم وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
دى وايي، د وژل شويو طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي او اوس له امنيتي ځواکونو سره دي.
د سيمې يو اوسېدونکى چې نه غواړي نوم يې څرګند شي وايي، نښته د ولسوالۍ په پنځه سوه مترۍ کې شوې او د پوليسو له منځه د وسله والو طالبانو يو ارتباطى کس هم له طالبانو سره تللی او ځينې وسلې يې هم وړې دي، خو د ننګرهار ځايي چارواکي په دې اړه څه نه وايي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن