ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چک کې د واده پر مراسمو د توپ ګولۍ لګېدو يو تن وواژه، يو شمېر يې ټپيان کړل

چک کې د واده پر مراسمو د توپ ګولۍ لګېدو يو تن وواژه، يو شمېر يې ټپيان کړل

author avatar
23 Aug 2019 - 11:07
چک کې د واده پر مراسمو د توپ ګولۍ لګېدو يو تن وواژه، يو شمېر يې ټپيان کړل
author avatar
23 Aug 2019 - 11:07

ميدان ښار (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه، ٩٨): خلک وايي، تېره شپه د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د ملي اردو "ډي سي" توپ ګولۍ د لګېدو له امله يو تن وژل شوى او لږ تر لږه شپږ نور ټپيان دي.

د چک ولسوالۍ د خليلي کلي اوسېدونکي محمدصالح چې هغه هم د يادې ګولۍ د لګېدلو له امله سرسري ټپي شوى، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د همدې ولسوالۍ په علي همت کلي کې واده و او ده هم د واده په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.

هغه وايي چې د شپې شاوخوا لس بجې د ملي اردو له خوا توغول شوې د ډي سي توپ ګولۍ د واده په مراسمو کې ولګېده او له امله يې د قدرت الله په نوم يوه ځوان ژوند له لاسه ورکړ.

دى وايي چې د دغې ګولۍ د لګېدو له امله ټول ١٤ تنه ټپيان شوي، خو اته يې سرسري ټپيان دي او د شپږو نورو ټپونه ژور دي .

صالح وويل چې له ټپيان څخه شپږ کسان د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي او د پاتې نورو درملنه د همدې ولسوالۍ په روغتون کې شوې ده.

د چک ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى محمد بشير غفارزي د ملکي وګړو وژل د بشريت ضد کړنه او جنګي جنايت بللى او په خپله فيسبوکپاڼه کې يې ليکلي چې د علي همت کلي کې د واده پر مراسمو د ملي اردو د ډي سي توپ ګولۍ د لګېدو له امله  د يوې کورنۍ يو تن وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان وايي چې په چک کې له داسې يوې پېښې خبر شوي خو په اړه يې دا مهال جزييات په واک کې نه لري.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.