ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا او طالبانو ترمنځ نهم پړاو خبرې پيل شوي

د امريکا او طالبانو ترمنځ نهم پړاو خبرې پيل شوي

author avatar
23 Aug 2019 - 10:22
د امريکا او طالبانو ترمنځ نهم پړاو خبرې پيل شوي
author avatar
23 Aug 2019 - 10:22

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٨): د طالبانو او امريکا د استازو تر منځ د سولې نهم پړاو خبرې   تېره ورځ پيل شوي، نن د جمعې له امله نشته خو د ورځې په پاى کې به بيا پيل شي.

په قطر کې يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ناوخته د طالبانو او امريکا د استازو تر منځ د سولې د نهم پړاو خبرې دوحه کې پیل شوي او د شپې تر ناوخته به دوام پيدا کړي.

سرچینه زیاتوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا استازي زلمي خليلزاد له دې خبرو مخکې د قطر د امیر په ګډون له یو شمېر لوړ پوړو قطري چارواکو سره کتلي دي.

د سرچینې په خبره، دا ځل د پریکنده پرېکړې امکان شته؛ ځکه چې په تخنیکي او اختلافي ټکو دواړو لورو له خپلو مشرانو سره مشورې پای ته رسولې دي.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد هم ويلي چې تېره ورځ له غرمې وروسته په دوحه کې د امریکا او طالبانو  د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ نهم پړاو مذاکرات پیل شوي دي.

هغه وايي چې په دې مذاکراتو کې د امریکایي ټیم مشري زلمی خلیلزاد او "د اسلامي امارت" د مذاکراتي ټیم مشري شیرمحمد عباس ستانکزي کوله.

مجاهد وايي چې افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان سکاټ ميلر هم په دغو مذاکراتو کې حاضر و. 

د هغه په وينا، نن د جمعې د ورځې له امله مذاکراتي ناسته نه شته، خو له ماښام وروسته به د مذاکراتو بهير بيا پيل شي او د شپې تر ناوخته به خبرې روانې وي.

دغه راز په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين وايي چې نن به هم د ورځې ناوخته خبرې پیل شي او په هغو اختلافي تخینکي ټکو به بحث وشي چې له تېر پړاوه پاتي دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.