ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سږنيو راستنو افغان کډوالو ٩٢ سلنه هغه کسان دي چې له ايرانه هېواد ته راستانه شوي دي

د سږنيو راستنو افغان کډوالو ٩٢ سلنه هغه کسان دي چې له ايرانه هېواد ته راستانه شوي دي

author avatar
23 Aug 2019 - 16:04
د سږنيو راستنو افغان کډوالو ٩٢ سلنه هغه کسان دي چې له ايرانه هېواد ته راستانه شوي دي
author avatar
23 Aug 2019 - 16:04

کابل (پژواک، د زمري لومړې نېټه ٩٨): د کډوالۍ نړیواله اداره وايي روان ميلادي کال کې له بېلابېلو هېوادونو څه باندې ٣٠٠ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي او له دې ډلې نږدې ٧٠ زره په زور ايستل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) نن (د زمري لومړۍ نېټه) په خپل راپور کې ويلي چې د روان ميلادي کال له جنورې تر اوسه ١٢٤ زره او ۶۹۶ افغان کډوال له ایران څخه په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي، خو ١٥٨ زره او ٧٧١ نور بيا په زور له ايران څخه ايستل شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه له پاکستان څخه نږدې ١٤٠٠٠ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي او له دې ډلې نږدې ٢٥٠٠ يې په زور ايستل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له ترکيې څخه هم په روان ميلادي کال کې ۳۶۹ افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي خو څه باندې ٧٩٠٠ يې په زور له دغه هېواد څخه ايستل شوي دي.

دغه راز د سرچينې د څرګندونو له مخې، روان کال له اروپايي هېوادونو څه باندې ١١٠٠ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي او له دغې ډلې٤٧٠ يې د کډوالۍ نړيوالې ادارې په ملاتړ او پاتې نور د دغې ادارې له ملاتړ پرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.