هرات (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه، ٩٨): د هرات په ښار کې د يو موټر د چپه کېدو له امله د يوې کورنۍ نهه ښځې ټپيانې شوې.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر عارف جلالي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه موټر نن سهار د هرات په کارتۀ شهر سيمه کې له سړک څخه منحرف او چپه شو.
د هغه په وينا، په دغه پېښه کې د يوې کورنۍ نهه ښځې ټپيانې شوې او ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه وايي چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن