د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بلخ او پروان کې د ملي امينت دوه کارکوونکي او پنځه طالبان وژل شوي دي

په بلخ او پروان کې د ملي امينت دوه کارکوونکي او پنځه طالبان وژل شوي دي

Aug 23, 2019 - 16:54

چاريکار (پژواک، د زمري لومړې نېټه ٩٨): امنيتي سرچينې وايي، د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د ملي امنيت مرستيال او پنځه طالبان د طالبانو او دولتي ځواکونو په نښته او د پروان د ملي امنيت يو کارکوونکي په يو بل بريد کې وژل شوي دي. 

د ٢٠٩ شاهين قول اردو نن (جمعه) ويلي چې تېره شپه په يوه نښته کې د چمتال د ملي امنيت امر کريم اختري او د ملي اردو دوه تنه ټپيان شوي دي.

دغه راز هغه زياتوي چې په دغې نښته کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور طالبان ټپيان دي.  

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د پروان د ملي امنيت يو کارکوونکى ترور شوى دى.

يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې د ملي امنيت دغه کارکوونکى د سيدخيلو ولسوالۍ د انچو پله ته څېرمه په ډزو وژل شوي دى.

وسله والو طالبانو هم ويلي چې پروان کې يې د ملي امنيت يو کارکوونکى وژلى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement