ایبک (پژواک، ٢ وږی ٩٨): د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال وايي چې د دولت وسله والو مخالفینو د دغه ولایت د ولایتي شورا د غړي عبدالعلیم سادات په ګډون پنځه کسان تښتولي دي.
د سمنګان د ولایتي شورا غړي محمد هاشم سروري پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو نن سهار شبږ بجې د بغلان ولایت په شير چشمه سیمه کې د سمنګان ولایتي شورا د غړي سید عبدالعلیم سادات موټر درولی، سادات او څلور نور کسان یې نامعلوم لوري ته تښتولي دي.
طالبانو یا کومې بلې وسله والې ډلې تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن