ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په ځینو ولسوالیو کې امنیتي سرتېري له څو میاشتو راهیسې کلابند دي

د غزني په ځینو ولسوالیو کې امنیتي سرتېري له څو میاشتو راهیسې کلابند دي

author avatar
24 Aug 2019 - 15:30
د غزني په ځینو ولسوالیو کې امنیتي سرتېري له څو میاشتو راهیسې کلابند دي
author avatar
24 Aug 2019 - 15:30

غزني ښار (پژواک، ٢ وږى ٩٨): د غزني د ځينو ولسواليو امنيتي سرتېري وايي چې له څو مياشتو راهيسې وسله والو طالبانو کلابند کړي خو مسوولين يې د خلاصون لپاره هېڅ اقدام نه کوي.

خو بل لور ته د غزني مسوولين بيا د سرتېرو د کلابندۍ موضوع په کلکه ردوي.

په دغو ولسواليو کې اندړ او اب بند شاملې دي چې له څو مياشتو راهيسې يې لويې لارې هم له مرکز سره تړل شوې دي.

په اندړو ولسوالۍ کې د ملي پوليسو يوه سرتېري جمعه ګل د وږي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ١٦ مياشتو راهيسې د دې ولسوالۍ لويه لار تړل شوې او دوى کلابند دي.

هغه وايي: ((کلابند يو، کور مو نه دى ليدلى خو دا چې زموږ پوره نه ده، کنه وختي به وژل شوي وو.))

جمعه ګل زياتوي چې دوى څو ځلې په دې اړه له مسوولو چارواکو سره اړيکي نيولې خو ستونزه يې لا هم نه ده حل شوې.

همدارنګه يوه بل سرتېري د نوم له اخیستو پرته پژواک ته وويل چې هره شپه طالبان پر دوى بريدونه کوي خو دوى يواځې دومره کوي چې د ځان دفاع وکړي.

ده وويل: ((د هوا له لارې راته د ډوډۍ او وسلو اکمالات کوي، خو ډېر وخت کېږي چې خپلو کورونو ته نه يو تللي او هره شپه په جګړه کې يو.))

وسله والو طالبانو شاوخوا دوه کاله وړاندې پر اندړو ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړ چې له امله يې د ولسوالۍ مقام له ميري څخه چهاردېوال سيمې ته انتقال شو.

له دغه بريد وروسته طالبانو د غزني- پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پر مخ وتړله چې له امله يې د اندړو ولسوالۍ لويه لار هم تړل شوې ده.

په تېر ژمي کې حکومتي ځواکونو وغوښتل چې اندړو ولسوالۍ ته اکمالات وکړي خو د شلو دقیقو اکمالات یې په یوه میاشت کې وکړل.

دغه راز د اب بند ولسوالۍ يوه سرتېري علم خان پژواک ته وويل چې له څو مياشتو راهيسې کلابند دي خو حکومتي مشران يې غم نه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.