ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په ملکي روغتون کې له تېرو اتو میاشتو راهیسې درمل نشته

د کندوز په ملکي روغتون کې له تېرو اتو میاشتو راهیسې درمل نشته

author avatar
24 Aug 2019 - 17:06
د کندوز په ملکي روغتون کې له تېرو اتو میاشتو راهیسې درمل نشته
author avatar
24 Aug 2019 - 17:06

کندوز ښار (پژواک، ٢ وږى ٩٨): د کندوز اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي چې له تېرو اتو مياشتو راهيسې په حوزوي روغتون کې درمل خلاص شوي او  ناروغان اړ دي چې درمل له شخصي درملتونونو وپېري.

خو بل لور ته د کندوز حوزوي روغتون مسوولين بيا وايي چې د دوى ځيني لومړني درمل خلاص شوي او تر اوسه يې قرارداد هم نه دى لاسليک شوى.

د کندوز په حوزوي روغتون کې يوه ناروغ لرونکي عبدالمومن د وږي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل، ډاکترانو ورته ويلي چې له بهره درمل وپېري خو دى یې د پېرلو لپاره پيسې نه لري.

هغه زياته کړه: ((زه د بدخشان له کشم څخه راغلى يم، پيسې نه لرم غريب سړى يم، هر څه را باندې له بهر څخه اخلي.))

دغه راز يو بل ناروغ لرونکي بسم الله پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې خپل ناروغ حوزوي روغتون ته راوړى او هر ډول درمل له بهره په پيسو پېري.

ده وويل: ((زه له امام صاحب ولسوالۍ څخه راغلى يم، هسې چټي خلک زحمت وباسي، په دولتي روغتون کې درمل نشته دي، له دې ډېر ښه دى چې خپل مريضان شخصي کلينيکونو ته بوځو.))

دغه راز د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي پژواک ته وويل چې له تېرو اتو مياشتو راهيسې د کندوز په حوزوي روغتون کې درمل خلاص شوي دي.

هغه وايي: ((هره ورځ په دې برخه کې خلک موږ ته شکايتونه کوي، موږ دغه مسئله له اړوندو چارواکو شريکه کړې ده خو د حل لپاره يې تر اوسه اقدام نه دى شوى.))

بل لور ته د کندوز د حوزوي روغتون امر نعيم منګل پژواک ته وويل چې د مالي کال له پيله اته مياشتې تېرېږي خو تر اوسه د دغه روغتون لپاره د لومړنيو درملو تړون نه دی لاسليک شوى.

منګل زياتوي: ((موږ خپله هم په دې برخه کې له جدي مشکل سره مخ يو، خو خبره دا ده چې يواځې لومړني درمل خلاص شوي دي، داسې هم نه ده چې هېڅ درمل و نه لري.))

دى وايي چې ياده ستونزه يې په ولايت او کابل کې له اړوندو چارواکو سره شريکه کړې او هغوى يې د حل لپاره ژمنې کړې دي.

د يادونې ده، د کندوز حوزوي روغتون ته د دغه ولايت تر څنګ له بدخشان، تخار او بغلان ولايتونو هم خلک د درملنې په موخه مراجعه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.