مهترلام (پژواک، ۲ وږی ۹۸): د لغمان چارواکي وايي چې د دغه ولایت په الینګار او قرغیو ولسوالۍ کې د هوایي او ځمکنیو عملياتو پر مهال د يوه قوماندان په ګډون ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
دوی دغه راز په يادو عملياتو کې د وسله والو د دوو پټنځايونو او ګڼ شمېر وسلو او مهماتو د له منځه وړو خبره هم کوي.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د وږي په ۲مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د الینګار ولسوالۍ د سنګره درې د میاخېلو په سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي دي.
دی زياتوي چې د دغو عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو د مشهور سرګروپ نصیر مشهور په حبیب په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور سخت ټپیان شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه راز په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د یادې ډلې اړوند یو سراچه موټر او د وسلو یوه زېرمه هم له منځه وړل شوي دي.
خو په ختيځ کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو (۰۲ قطعې) له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملياتو کې د يوه قوماندان په ګډون ۸ طالبان وژل شوي او د هغو دوه پټنځايونه يې هم له منځه وړي دي.
خبرپاڼه کې يادونه شوې چې د عملياتو پر مهال د وسله والو له لوري سخت مقاومت هم شوی خو په نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتې.
بل لور ته نن سهار شاوخوا نهه بجې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د امبیړ په خاکي سیمه کې د لعل خان او محمد اسلام په نومونو دوو طالبانو غوښتل پر ۲۰۱ سېلاب قول اردو مزایل فیر کړي چې موخې ته له رسېدو وړاندې د امنيتي ځواکونو تر بريد لاندې راغلل.
د لغمان د والي وياند وايي، پر يادو کسانو باندې افغان ځواکونو هوایي برید کړی چې په کې محمد اسلام وژل شوی او لعل خان سخت ټپي دی.
د لغمان د والي وياند ډاډ ورکوي چې په دغو دواړو عملیاتو کې افغان ځواکونو او د سیمې خلکو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو بيا د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن