ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د سیمه ییزو پولیسو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

په هرات کې د سیمه ییزو پولیسو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

author avatar
24 Aug 2019 - 16:46
په هرات کې د سیمه ییزو پولیسو په ګډون پنځه کسان وژل شوي
author avatar
24 Aug 2019 - 16:46

هرات ښار (پژواک، ٢ وږی ٩٨): د هرات ولایت په فارسي ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو یو قوماندان، د یاد قوماندان دوه زامن او دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت په فارسي ولسوالۍ کې د سید کمال سادات په نوم د ولسي پاڅون کوونکو د یوه قوماندان پر کور برید کړی دی.

هغه زیاته کړه، په دغه برید کې سید کمال سادات، د نوموړي دوه زامن او دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

که څه هم ویل کېږي چې طالبانو د یاد قوماندان دوه ورېرونه له ټپي کېدو وروسته له ځان سره بېولي خو فرهاد وايي چې تر اوسه په دې اړه معلومات نه لري.

په ورته وخت کې د فارسي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ولسي پاڅون کوونکو دغه قوماندان په یاده ولسوالۍ کې یو نفوذ لرونکی کس و او د څه مودې لپاره یې د سرپرست ولسوال مسوولیت هم پر غاړه و.

د فارسي ولسوالۍ اوسېدونکي اخترمحمد له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال د یاد قوماندان وژل کېدل لویه ضایع وبلله او د ولسوالۍ د امنیتي وضعیت په تړاو یې اندېښنه څرګنده کړه.

بلخوا طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.