کابل (پژواک، ٢ وږی ٩٨): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو او تېلو بیې لوړې شوې خو د نورو توکو بیو بدلون نه دی کړی.
دغه راز د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه لېتر پټرولو بیه له۵۰ څخه ۵۱ او د یوه لېتر ډېزلو بیه له ۴۷ څخه ۴۸ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د ده په خبره، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیو له لوړېدو وروسته په کابل ښار کې هم د تېلو بیې لوړې شوې دي.
خو د ګاز په بیه کې تغییر نه دی راغلی.
د کابل ښار د تایمني څلورم سړک یوه ګاز پلورونکی محمد اکرام وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو مایع ګاز په ۵۰ افغانۍ پلوري.
د قزاقي اوړو بیه لوړه شوې ده.
د کابل ښار د منډوي یوه عمده پلورونکي محمد صمیم وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۴۸۰ څخه ۱۵۲۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د اوړو بیه په قزاقستان کې هم لوړه شوې ده.
خو هغه وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه ۱۹۵۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ۱۱۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۲۲۰۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونېزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د یو شمېر توکو پرچون او عمده بیې په ځينو مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.
د احمد مصطفی په نوم د تایمني د ۱۳ سړک د خوراکي توکو یوه پلورونکي وویل، نن د ۵۰ کیلوګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ١٥۸۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه ٢٠٠٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ٢٥٠٠ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ١١٥٠ افغانۍ، د یوه کیلو شنه اندونیزیايي چای بیه ٣٢٠ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ٣٦٠ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرور زرو بیو هم تغییر نه دی کړی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن