کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٨): د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې د افغانستان له سفير سره د سولې پر وروستيو هڅو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت له خوا د وږي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان سفير عبدالحکیم دليلي پرون په دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې د قطر هېواد په دوحه کې وشوه، دواړو لورو د سولې په پروسه کې د وروستيو تحولاتو او د مذاکراتو د روان بهير او په دې برخه کې د پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز ډاکتر زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره سیمې ته د خپلو راتلونکو سفرونو په اړه افغان سفير ته معلومات ورکړل.
دا په داسې حال کې ده، د امريکا او طالب استازو نهم پړاو خبرې پيل شوې دي.
خليلزاد د سولې د رښتيني پرمختګ، د افغانستان د ملي حاکميت او افغاني مذاکراتو له بهير او شفافيته ډاډ ورکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن