ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد په قطر کې د افغانستان له سفیر سره د سولې پر وروستيو هڅو خبرې کړې دي

خليلزاد په قطر کې د افغانستان له سفیر سره د سولې پر وروستيو هڅو خبرې کړې دي

author avatar
24 Aug 2019 - 09:06
خليلزاد په قطر کې د افغانستان له سفیر سره د سولې پر وروستيو هڅو خبرې کړې دي
author avatar
24 Aug 2019 - 09:06

کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٨): د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې د افغانستان له سفير سره د سولې پر وروستيو هڅو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت له خوا د وږي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان سفير عبدالحکیم دليلي پرون په دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې د قطر هېواد  په دوحه  کې وشوه، دواړو لورو د سولې په پروسه کې د وروستيو تحولاتو او د مذاکراتو د روان بهير او په دې برخه کې  د پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز ډاکتر زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره سیمې ته د خپلو راتلونکو سفرونو په اړه افغان سفير  ته معلومات ورکړل.

دا په داسې حال کې ده، د امريکا او طالب استازو نهم پړاو خبرې پيل شوې دي.

خليلزاد د سولې د رښتيني پرمختګ، د افغانستان د ملي حاکميت او افغاني مذاکراتو له بهير او شفافيته ډاډ ورکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.