د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غزني په ځینو ولسوالیو کې امنیتي سرتېري له څو میاشتو راهیسې کلابند دي

د غزني په ځینو ولسوالیو کې امنیتي سرتېري له څو میاشتو راهیسې کلابند دي

Aug 24, 2019 - 15:30

غزني ښار (پژواک، ٢ وږى ٩٨): د غزني د ځينو ولسواليو امنيتي سرتېري وايي چې له څو مياشتو راهيسې وسله والو طالبانو کلابند کړي خو مسوولين يې د خلاصون لپاره هېڅ اقدام نه کوي.

خو بل لور ته د غزني مسوولين بيا د سرتېرو د کلابندۍ موضوع په کلکه ردوي.

په دغو ولسواليو کې اندړ او اب بند شاملې دي چې له څو مياشتو راهيسې يې لويې لارې هم له مرکز سره تړل شوې دي.

په اندړو ولسوالۍ کې د ملي پوليسو يوه سرتېري جمعه ګل د وږي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ١٦ مياشتو راهيسې د دې ولسوالۍ لويه لار تړل شوې او دوى کلابند دي.

هغه وايي: ((کلابند يو، کور مو نه دى ليدلى خو دا چې زموږ پوره نه ده، کنه وختي به وژل شوي وو.))

جمعه ګل زياتوي چې دوى څو ځلې په دې اړه له مسوولو چارواکو سره اړيکي نيولې خو ستونزه يې لا هم نه ده حل شوې.

همدارنګه يوه بل سرتېري د نوم له اخیستو پرته پژواک ته وويل چې هره شپه طالبان پر دوى بريدونه کوي خو دوى يواځې دومره کوي چې د ځان دفاع وکړي.

ده وويل: ((د هوا له لارې راته د ډوډۍ او وسلو اکمالات کوي، خو ډېر وخت کېږي چې خپلو کورونو ته نه يو تللي او هره شپه په جګړه کې يو.))

وسله والو طالبانو شاوخوا دوه کاله وړاندې پر اندړو ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړ چې له امله يې د ولسوالۍ مقام له ميري څخه چهاردېوال سيمې ته انتقال شو.

له دغه بريد وروسته طالبانو د غزني- پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پر مخ وتړله چې له امله يې د اندړو ولسوالۍ لويه لار هم تړل شوې ده.

په تېر ژمي کې حکومتي ځواکونو وغوښتل چې اندړو ولسوالۍ ته اکمالات وکړي خو د شلو دقیقو اکمالات یې په یوه میاشت کې وکړل.

دغه راز د اب بند ولسوالۍ يوه سرتېري علم خان پژواک ته وويل چې له څو مياشتو راهيسې کلابند دي خو حکومتي مشران يې غم نه کوي.

دى وايي: ((تر اوسه يواځې زه، دوه ځلې د ماين له چاودنې سره مخ شوى يم، ملګري مې په کې وژل شوي خو زه خداى ج ساتلى يم.))

د نوموړي په وينا، ډېرى وخت دوى د طالبانو له بريدونو سره مخ کېږي خو د مرستې لپاره څوک نه ورځي.

همدارنګه د دې ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي بسم الله پژواک ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د دې ولسوالۍ له سرتېرو سره مرسته نه ده شوې.

ده زياته کړه: ((څو مياشتې کېږي، طالبانو محاصره کړي دي، خپلو کورونو ته نه دي تللي او څوک ورسره مرسته هم نه کوي.))

نوموړي اندېښنه وښوده، که چېرې له دغو سرتېرو سره مرستې ونه شي، يوه ورځ به ټول د طالبانو له لوري ووژل شي.

خو د يادو څرګندونو په اړه د غزني والي وحيدالله کليمزي پژواک ته وويل چې په يوې ولسوالۍ کې هم سرتېري کلابند نه دي.

دى وايي: ((په ولسواليو کې وضعيت ښه نه دى، بريدونه پرې کېږي خو زموږ سرتېري په يوځاى کې هم کلابند نه دي.))

د والي په وينا، هغو ولسواليو ته به ډېر ژر مرستندوی ځواکونه واستول شي چې دا مهال له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.

د يادونې ده، د غزني له ١٨ څخه ١٤ ولسوالۍ له لوړ امنيتي ګواښ سره دي چې ډېرى وخت په کې جګړې رامنځته کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement