ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر لپاره د طالبانو والي وژل شوی

د لوګر لپاره د طالبانو والي وژل شوی

author avatar
24 Aug 2019 - 15:58
د لوګر لپاره د طالبانو والي وژل شوی
author avatar
24 Aug 2019 - 15:58

پل علم (پژواک، ٢ وږى ٩٨): د لوګر امنيتي مسوولين ادعا کوي چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د دغه ولايت لپاره د طالبانو د والي په ګډون ٢٢ طالبان وژل شوي دي.

په لوګر کې د څلورمې پلې لوا وياند احمد شکيل تسل د وږي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه د مرکز اړوند په چوني په سيمه کې د دغه ولايت لپاره د طالبانو د والي پر موټر بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د لوګر لپاره د طالبانو د والي حاجي لالا په ګډون پنځه کسان وژل شوي او موټر يې له منځه تللى دى.

د نوموړي په وينا، په همدې شپه بهرنيو ځواکونو په بره کي برک ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه مهم مرکز بريد کړى چې په ترڅ کې یې د طالبانو د قوماندان قاري منير په ګډون ١١ کسان وژل شوي دي.

د تسل د معلوماتو له مخې، تېره شپه د مرکز په پادخاب شانه او د محمد اغې ولسوالۍ په دهنو سيمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.

هغه وايي چې په دغو جګړو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.

دغه راز د پادخاب شانې سيمې اوسېدونکي جميل پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې سيمه کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې چې په ترڅ کې يې څلور طالبان وژل شوي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه مياشتې وړاندې د ملي دفاع وزارت رسنيو ته ويلي چې د لوګر لپاره د طالبانو والي حاجي لالا يې په څرخ ولسوالۍ کې وژلى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.