د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کانونو د استخراج پنځه سترې پروژې داوطلبۍ ته وړاندې کېږي

د کانونو د استخراج پنځه سترې پروژې داوطلبۍ ته وړاندې کېږي

Aug 24, 2019 - 11:22

 

 کابل (پژواک، ٢ وږى ۹۸): د هرات د سمنټو، د بغلان د غوري سمنټو د درېیمې فابریکې د جوړېدو، د غزني د زرکشانو د سرو زرو، د ننګرهار د شوکاڼو او په تخار کې د نورابه او سمتى د سرو زرو کان پروژې داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.

 د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي ددغه مطلب تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل: "موږ ویاړو چې د هېواد د کانونو سکتور په برخه کې مو خصوصي سکتور ته د پانګونې فرصت رامنځته کړی دی."

هغه زیاته کړه: "دا همدغه پروژې دي چې مخکې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د دوبۍ په نړیوال کنفرانس کې اعلان شوی و چې موږ یادې پروژې اعلان ته سپارو."

د مطفي په خبره، ټاکل شوې چې د هرات د سمنټو په تولید او دغه راز د سمنټ غوري د درېیمې فابریکې جوړېدلو په برخه کې په ټولیز ډول ٣٠٠ میلیون امریکايي ډالره پانګونه وشي، په دې معنا چې د یادې هرې برخې لپاره ۱۵۰ میلیون ډالر په پام کې نیول شوي دي. دی وايي چې ټاکل شوې دغه پروژې ژر داوطلبۍ ته وړاندې شي.

 هغه دغه راز وویل چې په یاده هره پروژه کې له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ کسانو پورې په مستقیم او د زرګونو کسانو لپاره په غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابرېږي.

 نوموړي له جزيیاتو پرته وویل، تر اوسه له ۱۰ ډېرو داخلي او بهرنیو شرکتونو په یادو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

۱- د هرات سمنټ

 د پژواک خبري اژانس د کانونو د برخې د معلوماتو له مخې، د هرات د سمنتو کان د هرات په شمال لوېدیځ زنده جان ولسوالۍ کې د هېواد یو له بډایو کانونو څخه دی. د سمنټو ډول یې «پولیتلین» دی او دا ډول سمنټ د سمنټو په بېلا بېلو ډولونو کې لوړ مقام لري.

د مطفي په خبره، د سمنټو د هغې فابریکې د تولید اندازه چې ټاکل شوې په زنده جان ولسوالۍ کې جوړه شي هره ورځ ۳۰۰۰ ټنه اټکل شوې، خو د وخت په تېرېدو به یاده اندازه دوه برابره شي.

 د راپورونو له مخې، ددې پروژې تړون په ۱۳۵۵ کال کې د وخت د ولسمشر محمد داوود خان له خوا د چک سلواکیا له ولسمشر سره لاسلیک کړی و خو د محمد داوودخان د حکومت له ړنګېدو او په هېواد کې د جګړې له پیلېدو وروسته يې چارې بشپړې نه شوې.

 دغه راز ټاکل شوې وه چې ددې پروژې کار په ۱۳۹۰ کال کې د وزیرانو شورا له خوا د تړون له منظورۍ وروسته د « پیشگامان صنعت مجد» په نوم د یوې ایراني کمپنۍ له خوا پیل شي. یادې کمپنۍ په دې برخه کې د ۱۵۰ میلیون ډالره پانګونې ژمنه کړې وه خو د کار د نه پیلېدو له امله یې په ۱۳۹۱ کال کې تړون لغوه شو.

٢- د غوري سمنټو درېيمه فابریکه

 د راپورونو له مخې، دغوري سمنټو لومړۍ فابریکه د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې موقعیت لري چې په ۱۳۸۳ کال کې یې د بنسټ ډبره اېښودل شوې او په ۱۳۴۱ کال کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

 د غوري سمنټو د دويمې فابریکې د بسنټ ډبره په ۱۳۶۵ کال کې اېښودل شوې خو له یو کال کار وروسته یې د جګړو له امله چارې و درېدې. د طالبانو د واکمنۍ پرمهال  یې فعالیت په بشپړ ډول له رکود سره مخ شو او په ۱۳۸۰ کال کې یې بېرته فعالیت پیل کړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، د بغلان د غوري سمنټوکان ظرفیت ته په کتو تصمیم نیول شوی چې د غوري سمنټو درېیمه فابریکه هم جوړه شي.

٣- د زرکشان د سرو زرو کان

 د پژواک د راپورونو له مخې، دغه کان د غزني ښار په شاوخوا ۹۰ کیلومترۍ مقر ولسوالۍ کې موقعیت لري او مساحت یې ۴۸۴ کیلو متر مربع اټکل شوی دی.

دغه راز په ۱۳۳۹ او ۱۳۵۱ کلونو کې د جرمني او امریکا د متخصصینو له خوا ترسره شوې څېړنه ښيي چې دغه کان شاوخوا ۷۵۰۰ کیلوګرامه سره زر لري.

٤- نورابه او سمتي سره زر

راپورونه ښيي چې دغه کانونه د نورابې او سمتي په دوو سيمو کې د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ شمال لوري ته په لس کیلومترۍ کې موقعیت لري او په ۱۳۶۶ کال کې د پخواني شوروي اتحاد له خوا کشف شوی دی.

 د دغه کان کشف او استخراج په ۱۳۸۸ کال کې د وزیرانو شورا د مصوبې له مخې د "وست لند جنرل تریدینگ" شرکت او کانونو او پټرولیم وزارت تر منځ تړون وشو او چارې یې پیل شوې.

 د پژواک خبري اژانس د ۱۳۹۲ کال د وږي د لومړۍ نېټې د راپور له مخې، دغه تړون یو شمېر نیمګړتیاوې (غیر شفافه دواطلبي، د کانونو له قانون سره د قرارداد نه مطابقت او د پروسس لپاره له هېواده بهر د سرو زرو انتقال) لرلې او د شخصي ملګرتیا پر اساس لاسلیک شوی و.

 د کانونو وزارت د ۱۳۹۸ کال د غويي میاشتې په ۱۸ مه اعلان وکړ چې د یاد تړون د اروزنې د ګډ پلاوي او د افغانستان د ملي تدارکاتو د کمېسیون د پرېکړې له مخې، ددې پروژې قرارداد په تړون کې د لیکل شوو مکلفیتونو لکه د پورونو نه ورکول، د استخراجي، ټولنیزو او چاپېریالي مکلفیتونو د نه ترسره کېدو له امله فسخ شوی دی.

د کانونو وزارت د ویاند په خبره، ټاکل شوې وه یادې دوه پروژې (د نورابه او سمتي سروره زر او د زرکشان سره زر) په راتلونکو څو مياشو کې داوطلبۍ ته وړاندې شي، خو تر اوسه کوم شرکت ورته لېوالتیا نه ده ښودلې.

 خو نوموړي څرګنده کړه چې یاد دوه کانونه به د روان کال په تلې او وږي میاشتو کې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

۶- د اچین د شوکاڼو کان

د پژواک د راپور له مخې، د شوکاڼو ډبرو کان د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې موقعیت لري او شاوخوا ۵۰ کاله مخکې د افغان او روسي مسلکي انجنیرانو څخه جوړ ټېم له خوا مطالعه شوی او زېرمې یې له ۱۱ ميلیون ټنو ډېرې اټکل شوې دي.

 له دې ډبرو په ۲۰۰ بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه درمل جوړونه، د خوراکي او زینتي توکو او رنګ جوړنه کې ترې استفاده کېږي.

عبدالقدیر مطفي وویل، یو شمېر شرکتونو په دغه کان کې له شاوخوا ۱۵ میلیون امریکايي ډالرو پانګونې سره لېوالتیا ښودلې ده.

 د هغه په خبره، د افغان تالک، کوردریلز، کریمزي ګروپ، سردار مصطفی، حبیب شهاب او نبي افغان شرکتونو تر اوسه  په دغه پروژه کې د پانګونې لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

هغه زیاته کړه، د اچین د شوګانو په کان کې په مستقیم ډول ۵۰۰ کسانو او په غیر مستقیم ډول له زرو ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.

د خلکو هرکلی

ځینې هېوادوال په دې باور دي چې د دغه ډول پروژو پلي کول له بېلابېلو اړخونو د هېواد په اوسني بهیر د پام وړ اغېز لرلای شي او د زرګونو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابرېږي.

د کابل ښار يوه اوسېدونکي محمد رحیمي ملکزي وویل، د کاري زمینې برابرېدل په ډېری مواردو کې د سولې د ټينګښت لامل ګرځي او له همدې امله ددغو پروژو پلي کول په اوسنیو شرایطو کې ډېر مهم دي.

هغه زياته کړه، هرکله چې حکومت د داخلي تولیداتو د ډېرېدو او بېکارۍ د کمېدو لپاره قوي اراده ولري باید استخراجي صنایعو ته لومړيتوب ورکړي.

 د کابل ښار بل اوسېدونکي عبدالرووف بېنوا هم د یادو شپږو کانونو په برخه کې د کانونو وزارت اقدام وستایه خو ویې ویل، یاد وزارت باید د تړون پر مهال د خلکو او حکومت ګټې په پام کې ولري او اجازه ورنه کړي چې شرکتونه د حکومت په پرتله ډېره ګټه وکړي.

 د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وویل، په هغو تړونونو کې چې د اقتصادي عالي شورا او کابینې تر تایید وروسته پلي کېږي د هېواد ګټې په پام کې نیول شوې دي.

 دغه راز نوموړي زیاته کړه، د چاپېریال، روغتیا او خوندیتوب، مالي او ټولنیز خدمتونو مسایل د یادو پروژو اساسي معیارونه بلل کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement