د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سرچينه: ښايي د طالبانو او امريکا ترمنځ نهم پړاو خبرې درې ورځې وغځېږي

سرچينه: ښايي د طالبانو او امريکا ترمنځ نهم پړاو خبرې درې ورځې وغځېږي

Aug 24, 2019 - 10:12

کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٨): په قطر کې باوري سرچينې وايي چې ښايي د امريکا او طالبانو ترمنځ نهم پړاو خبرې د درې ورځو لپاره وغځول شي.

د دواړو لورو ترمنځ نهم پړاو خبرې د تېرې پنجشنبې په ورځ له ماښام وروسته پيل شوې وې او سرچينو ويلي وو چې په دوو ورځو کې به یوې پايلې ته ورسېږي.

خو اوس په قطر کې يوه باوري سرچینه وايي چې په دوحه کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې شاوخوا درې ورځې نورې هم دوام وکړي او امکان لري له هغه وروسته هوکړه اعلان شي.

دغې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سولې په تخنيکي موضوعاتو کې په دې دوه ورځو کې ډېر پرمختګ شوی او هيله شته چې دغه ځل ټول تخنيکي ټکي نهايي شي.

د سرچينې په وينا، د اوربند موضوع هم د بحث برخه ده او د عملي کېدو په اړه به يې په بين الافغاني خبرو کې پرېکړه وشي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، امريکا به داسې کومه پرېکړه او تفاهم ونه کړي چې د افغانستان حکومت ترې په جريان کې نه وي.

يادې سرچينې وويل چې د قطر هوکړه به بيا په بین الافغاني خبرو کې تر بحث او توافق وروسته عملي بڼه خپله کړي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين پرون پژواک ته ويلي وو چې په دغه پړاو خبرو کې پر هغو اختلافي تخنيکي ټکو بحث کېږي چې له تېر اتم پړاوه پاتې وو.

د اتم پړاو له پاى ته رسېدو وروسته زلمى خليلزاد واشنګټن ته ولاړ او هلته يې په هغې مهمه غونډه کې ګډون وکړ چې په کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، مرستيال ولسمشر، د بهرنيو چارو وزير، د پوځ مشر، د استخباراتو مشر او ځينو نورو ګډون کړی و.

سرچينې وايي چې زلمي خليلزاد په دې غونډه کې امريکايي مشرانو د خپلو هڅو او له طالبانو سره د کېدونکې هوکړې په اړه معلومات ورکړل، خو ولسمشر ټرمپ يو شمېر موضوعاتو ته ګوته نيولې ده چې اټکل کېږي په نهم پړاو کې پرې خبرې وشي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement