د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پروان کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی

پروان کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی

Aug 24, 2019 - 09:30

چاریکار (پژواک، ۲ وږی ۹۸): د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو پر موټرو ځانمرګی برید شوی دی.

د پروان امنیتي سرچینې د دغه خبر په تایید وايي، تېره شپه یوولس بجې یوه ځانمرګي د بګرام ولسوالۍ  په سر صیاد بازار کې د پرېکنده ملاتړ ځواکونو پر ګزمه موټربم چاودنه کړې ده.

د پروان ولایت د همغږۍ مرکز قوماندان الوزي احمدي د وږي په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې پېښه کې د پرېکنده ملاتړ ځواکونو له تلفاتو معلومات نه لري خو په یاد بازار کې څلور دوکانونه سوځېدلي او څو نور زیانمن شوي دي.

خو طالبانو په ټویټر کې ادعا کړې چې په دې پېښه کې د پرېکنده ملاتړ ځواکونو دوه ټانکونه له منځه تللي او اوو بهرني سرتېري یې وژل شوي دي.

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لیکېټ پژواک ته د دغه برید پخلی کړی خو د تلفاتو په اړه یې د طالبانو ادعا رد کړه.

نوموړي وویل چې په دې پېښه کې ایتلافي او امریکايي ځواکونو هېڅ سرتېري ته زیان نه دی رسېدلي خو د سیمې خلکو او دوکاندارنو ته زیان رسېدلی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement