ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د موټر چپه کېدو پېښه کې شپږ کسان مړه او ۱۲ ور ټپيان شوي

کندهار کې د موټر چپه کېدو پېښه کې شپږ کسان مړه او ۱۲ ور ټپيان شوي

author avatar
24 Aug 2019 - 10:54
کندهار کې د موټر چپه کېدو پېښه کې شپږ کسان مړه او ۱۲ ور ټپيان شوي
author avatar
24 Aug 2019 - 10:54

 

کندهار (پژواک، ۲ وږی ۹۸): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

پېښه نن سهار اووه نیمې بجې د دې ولسوالۍ په تورو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د یوه سراچه موټر د چپه کېدو پېښه کې چې د ډېر ګړندي تګ  له امله رامنځته شوې، شپږ کسان مړه شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

هغه زیاته کړه، په مړه شوو کې موټر چلوونکی، درې ښځې، یو ماشوم او یوه ماشومه نجلۍ شامل دي.

د ده په خبره، د برسېرنو ټپیانو درملنه د میوند ولسوالۍ په روغتون کې شوې او هغه چې ټپونه یې ژور وو، د کندهار ښار میرویس روغتون ته وړل شوي دي.

ده دا هم وویل چې د ترافیکو مدیریت د دې پېښې څېړنه کوي.

روغتیايي چارواکي وايي، له جګړې وروسته ترافیکي پېښې ډېرو خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

د کندهار اوسېدونکي هم د ترافيکي پېښو پر ډېرېدو اندېښمن دي او وايي، دا د ترافیک پولیسو دنده ده چې د دغو پېښو د کمولو لپاره کار وکړي.

د دوی پر باور، تر هغه چې اړوندې ادارې پر سرغړوونکو قانون پلى نه کړي، ترافیکي پېښې نه کمېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.