ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه باید سراسري شي»

«په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه باید سراسري شي»

author avatar
25 Aug 2019 - 17:07
«په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه باید سراسري شي»
author avatar
25 Aug 2019 - 17:07

 کابل (پژواک، ۳ وږی ۹۸): په کابل کې د یوې ناستې پر مهال له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د لاسته راوړنو او په افغانستان کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر پر ډېرېدو د اندېښنې تر څنګ په هېواد کې د دې پدیدې پر وړاندې پر سراسري مبارزه ټینګار وشو.

 دغه ناسته نن د «امریکا غږ» له خوا «له نشه يي توکو سره په مبارزه کې د رسنیو رول» په نوم د افغان دولت د چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.

 د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره  د مبارزې معیین محمد هاشم اورتاق یادې ناستې ته وویل، سږ کال پر ۴۳۵زره هکتاره کرل شوي کوکنار پاک شوي او ۵۷۳ ټنه نشه یي توکي او له هغو سره د تړاو په تور۱۷۴۰ کسان نیول شوي او د نشه يي توکو د پروسس ۶۰ لابراتوارونه هم ویجاړ شوي دي.

 هغه زیاته کړه، په روان کال کې پولیسو د نشه يي توکو له قاچاق کوونکو ۲۳۳ موټر او ۱۷۵ بېلابېلې وسلې نیولې دي. د ده په خبره، دغه لاسته راوړنې په ټول هېواد کې په ۱۴۶۰ عملیاتو کې وې.

 نوموړي وویل، په یادو عمیاتو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د پولیسو ۱۵ منسوبین وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

 د نوموړي د معلوماتو له مخې، د نشه يي توکو د قاچاق په تور په نیول شوو کسانو کې ۳۳ د ملي پولیسو منسوبین، ۱۱ د ملي اردو منسوبین، پنځه د ملي امنیت ریاست کارکوونکي او اووه بهرنیان شامل دي.

 هغه وویل، د هغې سروې له مخې چې په ۲۰۱۵ کال کې اعلان شوې په افغانستان کې ۳.۶ میلیون کسان پر نشه يي توکو روږدي دي چې ۱.۴ میلیون کسان یې له هېرویینو استفاده کوي.

 اورتاق له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې عامه پوهاوی مهم وباله او یې ویل، له نشه يي توکو سره مبارزه باید سراسري شي ځکه پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو ډېرېږي.

 په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي میرویس یاسیني په نننۍ ناسته کې وویل، له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د حکومت او ملي شورا رول ډېر کم رنګ دی او که رسنۍ هم په دې برخه کې پوهاوی ورنه کړي د نشه يي توکو خطر به له ترورېزم ډېر شي.

 نوموړي د نشه يي توکو پر وړاندې پر ګډ کار او ملي مبارزې ټینګار وکړ او ویې ویل، څو چې امنیت خوندي نه شي دا پدیده له منځه نه ځي او قانون نه پلی کېږي.

 په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت د ۲۰۰۱ کال په پرتله څو برابره ډېر شوی دی.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۰۱ کال ګې پر اته زره هکتاره ځمکه خو تېر کال پر ۲۶۳ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.