ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د طالبانو له خوا خښ شوو ماینونو خلک له ستونزو سره مخ کړي

اروزګان کې د طالبانو له خوا خښ شوو ماینونو خلک له ستونزو سره مخ کړي

author avatar
25 Aug 2019 - 11:30
اروزګان کې د طالبانو له خوا خښ شوو ماینونو خلک له ستونزو سره مخ کړي
author avatar
25 Aug 2019 - 11:30

ترينکوټ (پژواک، ٣ وږی ۹۸): د اروزګان امنيتي مسوولین وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا د خښ شوو ماينونو له امله بېځايه شوي خلک نه شي کولى خپلو سيمو ته ستانه شي.

دوى وايي، کومې سيمې چې د امنيتي ځواکونو له خوا له وسله والو طالبانو نيول شوې، د طالبانو له خوا په کې ډېر ماینونه خښ شوي دي.

د اروزګان امنيه قوماندان سمونوال محمد خطاب خنجري وايي چې  يواځې د مرکز ترينکوټ ښار له اړوند کبوترخانې سیمې ٧٠ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

هغه زياته کړه، دغه لسګونه ماينونه له تېرو دوو میاشتو راهیسې په سیمه کې د امنيتي ځواکونو له خوا کشف شوي دي.

د خنجري په وينا، دا هغه ماینونه دي چې طالبانو په دې سیمه د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال پر قير سړک، پلونو، پلچکونو، پلې لارو، کورونو او جوماتونو کې د امنیتي ځواکونو د پرمختګ د مخینوي لپاره ځای پر ځای کړي وو.

امنيه قوماندان وايي، په دغو ماينونو کې غټې بوشکې، د مشروباتو بوتلونه، غورځک او ګڼ نور بېلابېل ډول ماينونه شامل دي.

نوموړي وويل، که څه هم امنيتي ځواکونو دغه سیمه دوه میاشتې مخکې له طالبانو پاکه کړې ده، خو لا هم ځايي اوسېدونکي خپلو سيمو ته د بيا تګ لپاره ځکه زړه نه ښه کوي چې هلته لا هم ماينونه شته دي.

دغه راز خنجري زياتوي چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې امنيتي ځواکونو د ترينکوټ ښار په شمالي سيمه خانقه کې ځمکني او هوايي عمليات کړي چې له امله يې ٢٤ وسله وال وژل شوي دي.

دغه راز نوموړي زياته کړه چې د ترينکوټ په لوېديځه څنډه کې بيا د توپچي بريدونو له امله شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خنجري ډاډ ورکوي، تر هغه به د طالبانو پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام رکوي چې له سيمې وسله وال نه وي ورک شوي.

د امنتي ځواکونو ترڅنګ عام خلک هم خښ شوي ماینونه د هغوی پر وړاندې لویه ستونزه يادوي او وايي چې له دې امله خلکو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

رحیم الله چې د کبوترخانې سيمې اوسېدونکی دی او له کوره يې دوه میاشتې مخکې وسله وال ایستل شوي، خو زياتوي چې لا هم د ښار په يوه کرايي کور کې اوسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.