ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي همکاریو سازمان د افغان سولې له پروسې او ولسمشرۍ ټاکنو ملاتړ کړی

د اسلامي همکاریو سازمان د افغان سولې له پروسې او ولسمشرۍ ټاکنو ملاتړ کړی

author avatar
25 Aug 2019 - 14:49
د اسلامي همکاریو سازمان د افغان سولې له پروسې او ولسمشرۍ ټاکنو ملاتړ کړی
author avatar
25 Aug 2019 - 14:49

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٨): د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال په سعودي عربستان کې له افغان ولسمشر سره په کتنه کې په افغانستان کې د سولۍ له پروسې او ولسمشرۍ ټاکنو ملاتړ کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په جدې ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان له سکرتر جنرال ډاکتر یوسف بن احمدالعثیمین سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو له تروریزم او افراطیت سره د ګډې مبارزې، له حکومت سره د سولې د مخامخ مذاکراتو، د شفافو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره  کېدو او په افغانستان  کې د اسلامي پوهنتون جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال ډاکتر یوسف بن احمدالعثیمین جمهور ريیس غني، د افغانستان خلکو او د قربانیانو کورنیو ته د واده پر مراسمو د برید له امله تسلیت ووایه او له طالبانو یې وغوښتل چې له دغه ډول تاوتریخوالي لاس واخلي او له افغان حکومت سره د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د واده پر مراسمو د ياد بريد مسووليت د داعش ډلې پر غاړه اخیستى دى.

طالبانو دغه بريد غندلى او هغه يې وحشي عمل بللى دى.

دغه بريد د تېرې زمري مياشتې په ٢٧مه د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې ترسره شو. په دغه بريد ٦٣ ملکي وګړي ووژل شول او ١٨٢ نور ټپيان شول.

په خبرپاڼه کې راغلي: "د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال افغانستان د نړۍ مهم شریک وباله چې نړیوال مشروعیت لري او په همدې خاطر ټوله نړۍ باید د ترهګرۍ ضد مبارزې او په افغانستان کې د روان جنګ د پای ته رسېدو لپاره له افغانستان سره همکاره و اوسي."

سرچينه ليکي چې یوسف بن احمدالعثیمین د سولې له بین الافغاني مذاکراتو او ولسمشریزو ټاکنو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ويې ویل چې دوی د سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په قطر کې د طالبانو او امريکا د استازو ترمنځ د سولې د خبرو نهم پړاو روان دى او ويل کېږي چې په دغو خبرو کې ډېر پرمختګ شوي دي.

په پام کې ده چې له دې خبرو وروسته د سولې بين الافغاني خبرې هم پيل شي.

که څه چې طالبان وايي د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي، خو د افغانستان حکومت وايي چې د سولې د خبرو لپاره يې ١٥ کسيز پلاوى ټاکلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.