ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست لسګونو مېرمنو خپل لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړل

د خوست لسګونو مېرمنو خپل لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړل

author avatar
25 Aug 2019 - 14:45
د خوست لسګونو مېرمنو خپل لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړل
author avatar
25 Aug 2019 - 14:45

خوست ښار (پژواک، ۳ وږی ۹۸): خوست کې د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت کې د ښځو د لاسي صنايعو يو ورځنی نندارتون جوړ شو.

د لاسي صنايعو دغه نندارتون چې د خوست د ښځو چارو رياست له خوا جوړ شوی او لسګونه مېرمنو په کې خپل لاسي صنايع نندارې ته ايښې، موخه يې د مېرمنو اقتصادي پياوړتيا ښودل شوې ده.

د دغه نندارتون يوه ګډونواله او د ښځو د حقونو فعاله مېرمن کامله اکبري وايي، لاسي صنايع د مېرمنو لپاره د عايد بهترينه سرچينه بلل کېږي.

هغې پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل، د دې لپاره چې د دوی د عايد دا سرچينه ښه بازار پيدا کړي، نو د دې ډول نندارتونونو جوړول ډېر اړين دي.

هغه زياتوي: ((خوستۍ مېرمنې ډېر ښه صنعت لري، لکه دلته چې تاسو وينئ د ګلدوزۍ، چرمه دوزۍ او نور ډول ډول کمېسونه دي، حتی زموږ ډېرې خويندې په زراعت کې کار کوي، يانې هغه مېرمنې چې سرپرست نه لري، نو له دې لارې کولی شي چې خپل د اولادونو ژوند پرې مخې ته يوسي.))

بل پلو د دغه نندارتون يو شمېر ګډونوالې بيا د خپلو لاسي صنايعو د بازارموندې لپاره له دولته د همکارۍ غوښتنه کوي.

د حنيفې په نوم د نندارتون يوې ګډونوالې پژواک خبري اژانس ته په دې اړه وويل: ((مېرمنو خپل لاسي صنايع د دې په خاطر دلته نندارې ته ايښي چې دوی د خپلو توکو لپاره بازار پيدا کړي او هغه پيسې چې له دې لارې يې لاسته راوړي، د کور مشکلات پرې حل کړي.))

بلخوا د خوست د ښځو چارو رييسه شفيعې نورزۍ پژواک اژانس ته وويل چې د بې سرپرسته مېرمنو د کورني اقتصاد د پياوړتيا او د هغوی لاسي صنايعو ته د بازارموندنې په موخه يې دغه نندارتون جوړ کړی.

د هغې په وينا، په دې سره به د دغه ولايت نورې هغه مېرمنې چې په ياده برخه کې د کار وړتيا لري، هم وهڅول شي.

هغه وايي: ((د دې په خاطر چې خلک باخبره شي، زموږ اولين کار دا و چې يو نندارتون بايد جوړ کړو، څو د خوست خلک پوه شي چې ښځې داسې توليدات لري او د زياترو دولتي ادارو مشران موږ راغوښتي، څو په راتلونکو کې په خپلو پروژو کې د مېرمنو د لاسي صنايع د بازارموندنې لپاره پروژې ولري.))

شفيعه نورزۍ زياتوي په دې وروستيو کې د هېواد په کچه مېرمنو ته د هغو د ژوند ښه والي لپاره د دولت پاملرنه زياته شوې ده او د خوست د ښځو چارو رياست هم ژمن دی چې د دغه ولايت د مېرمنو د ژوند د ښه والي لپاره به بېلابېل پروګرامونه جوړوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.