ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سعودي د سوداګرۍ وزير: افغانستان سره په سوداګرۍ، صادراتو او پانګونې کې همکاري کوو

د سعودي د سوداګرۍ وزير: افغانستان سره په سوداګرۍ، صادراتو او پانګونې کې همکاري کوو

author avatar
25 Aug 2019 - 19:17
د سعودي د سوداګرۍ وزير: افغانستان سره په سوداګرۍ، صادراتو او پانګونې کې همکاري کوو
author avatar
25 Aug 2019 - 19:17

کابل (پژواک ٣ وږى ٩٨): د سعودي د سوداګرۍ وزير وايي چې هېواد به له افغانستان سره د سوداګري، صادراتو، پانګونې او نورو برخو کې مرسته او همکاري وکړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن غرمه په جده ښار کې په خپل استوګنځای کې د سعودي عربستان د سوداګرۍ وزیر ډاکټر ماجد بن عبدالله اقصبي سره وکتل.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغاني صادراتو، د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزې ودې، د برېښنا د تولید او کانونو  د را اېستلو برخو کې د پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، ولسمشر غني په افغانستان کې د پانګونې او سوداګریزو فرصتونو ته په اشارې وویل، د اسیا د څلور لارې په توګه افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو برخه کې ځانګړی ارزښت لري او په دې برخه کې یې د سعودي عربستان رول او همکارۍ هم مهمې وبللې.

د خبرپاڼې په حواله، د سعودي عربستان د سوداګرۍ وزیر ولسمشر غني ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ وویل، د سعودي پادشاه او شهزاده ولیعهد ورته له افغانستان سره د سوداګري، صادراتو، پانګونې او نورو برخو کې د مرستې او همکارۍ لارښوونه وکړې.

نوموړي ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د پانګونې، اقتصادي او سوداګریزې ودې په موخه به د افغانستان حکومت سره  په ګډه د مهمو پروژو پلان ترتیب او په ګډه عملي کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، اشرف غني د سعودي عربستان د سوداګرۍ وزیر څخه په مننې کولو وویل، له سعودي عربستان سره دوستانه اړیکې او هر اړخیزې همکارۍ زموږ لپاره ځانګړی ارزښت لري او افغانستان د سعودي عربستان په ګډون د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو سره د دوستانه اړیکو او پراخو همکاریو غوښتونکی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.