ایبک (پژواک، ٣ وږی ٩٨): د سمنګان پولیس وايي چې د دولت وسله والو مخالفینو نن د سمنګان د ولایتي شورا غړی سید عبدالعلیم سادات چې تېره ورځ یې تښتولی و، وژلی دی.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمد منیر رحیمي وویل، وسله والو طالبانو پرون سهار د دغه ولایت د ولایتي شورا د غړي سید عبدالعلیم سادات په ګډون پنځه کسان د بغلان په مرکز چشمه شیر سیمه کې تښتولي وو.
د ده په خبره، د سید عبدالعلیم سادات جسد د چشمه شیر سیمې پر سړک موندل شوی دی.
رحیمي نن له غرمې مخکې وویل چې د سادات جسد د پولیسو له خوا سمنګان ولایت ته لېږدل کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د څلورو نورو کسانو په اړه تر اوسه معلومات نشته.
د سید عبدالعلیم سادات د وژلو مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن