پل علم (پژواک، ٣ وږى ٩٨): د لوګر حکومتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې د پل علم ښار د لومړۍ حوزې د سمت امر وژل شوى او يو بل پوليس ټپى دى.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د وږي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېر ماښام د مرکز پل علم اړوند د شکر کلا په سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د پل علم ښار د لومړۍ حوزې د سمت امر لومړى څارن محمد اصغر قريشي وژل شوى او يو بل پوليس ټپى دى.
دغه راز د شکر کلا سيمې یوه اوسېدونکي زاهدالله پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ يو ساعت جګړه وشوه.
هغه زياته کړه: ((کله چې نور کومکي پوليس راغلل نو طالبان وتښتېدل.))
بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
په دې اړه د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه په يوه تاکتيکي بريد کې د پل علم ښار د لومړۍ حوزې امر محمد اصغر وژلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن