ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا خلک د ګردېز- زرمت سړک د نه پخېدو له امله شکایت کوي

د پکتیا خلک د ګردېز- زرمت سړک د نه پخېدو له امله شکایت کوي

author avatar
25 Aug 2019 - 15:10
د پکتیا خلک د ګردېز- زرمت سړک د نه پخېدو له امله شکایت کوي
author avatar
25 Aug 2019 - 15:10

ګردېز (پژواک، ٣ وږى ٩٨): د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د نږدې يو نيم کال په تېرېدو سره لا هم د ګردېز- زرمت سړک د پخولو چارې نه دي پيل شوې.

تېر کال د وري میاشتې په ١٢مه نېټه ولسمشر محمد اشرف غني ګردېز ته د سفر پر مهال د ځينو نورو پروژو تر څنګ د ګردېز- زرمت سړک د چارو پرانيسته هم وکړه او ويې ويل چې ياد سړک به په درې فازونو کې په ١٧ مياشتو کې په اساسي ډول ورغول شي.

خو خلک د سړک د کارونو په اړه د چارواکو پر تشو ژمنو نيوکه کوي او وايي چې د سړک جوړېدو لپاره يې کلونه انتظار کړی خو چارې په سمه توګه نه پيلېږي.

په دې اړه د زرمت اوسېدونکي روح الله په دولت نيوکه وکړه چې په تېرو اتلس کلونو کې يې يادې ولسوالي ته په پراختيايي او پرمختيايي برخه کې پاملرنه نه ده کړې.

ده پژواک ته وويل چې د دغه سړک پخېدل د زرمت له امنيت سره حياتي مرسته کوي او د خلکو پر اقتصادي حالت به هم ډېر مثبت اغېز ولري.

نوموړي زياته کړه: ((په تېرو اتلسو کلونو کې زرمت ته نه د صحت په برخه کې کار شوی، نه د معارف، نه د بيارغونې او نه د امنيت؛ ښه مثال يې د زرمت سړک دی، د خلکو د ولسواليو څه چې د کليو سړکونه يې پاخه شول، خو زرمت چې د پکتيا تر ټولو لويه او ګڼ نفوسه ولسوالي ده، تر اوسه يې ان سړک هم نه دی پوخ.))

دغه راز اسدالله اکبرزی د زرمت په ناامني کې هم دولتي چارواکي مسوول بولي او وايي، د خلکو د امنيت تامين د دولت دنده ده او بايد د نورو سيمو په څېر خلکو ته د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې اسانتياوې برابرې کړي.

اکبرزي وويل: ((حالاتو ته په کتو داسې نه ښکاري چې څوک دې د دې سړک پخولو نيت ولري. له والي صېب او مرکزي دولت څخه زموږ دا غوښتنه چې دې سړک ته جدي توجه وکړي؛ ځکه زرمتيان له ډېرو کلونو د دې سړک پخېدل غواړي.))

مدني فعال فضل زرملوال وايي چې د ګردېز ــ زرمت سړک له پروژې سره سليقوي او ټاکنيز چلند کېږي او تر اوسه هېڅ مسوول چارواکو او ادارو په دې اړه جدي اقدام نه دی کړی.

زرملوال وويل چې خلک د سړک د خرابوالي له امله په خورا ډېرو ستونزو کې دي او ډېر ځله له زرمت څخه ګردېز ته راوړل کېدونکو ناروغانو د لارې د خرابوالأي له امله په لار کې ساه ورکړې ده.

ده زياته کړه: ((بعضې چارواکي وايي چې د زرمت پر سړک کار روان دی، خو قطعاً کار نه دی پرې روان.))

بل لور ته د پکتيا والي شميم خان کټوازی هم مني چې د ګردېز- زرمت سړک د پخېدو پروژه ډېره ځنډېدلې او زياتوي چې د دغه سړک د چارو ترسره کولو ته ژمن دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.