ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي د افغانستان او پاکستان اړیکو په رغولو کې د همکارۍ چمتووالی وښود

سعودي د افغانستان او پاکستان اړیکو په رغولو کې د همکارۍ چمتووالی وښود

author avatar
25 Aug 2019 - 19:40
سعودي د افغانستان او پاکستان اړیکو په رغولو کې د همکارۍ چمتووالی وښود
author avatar
25 Aug 2019 - 19:40

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٨): د سعودي پاچا ملک سلمان له ولسمشر غني سره په ليدنه کې وړانديز کړی چې د افغانستان او پاکستان د اړيکو ښه کولو کې همکارۍ ته چمتو دى.

له ارګه د وږي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر او ورسره پلاوي پرون غرمه د سعودي پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز له لوري په برابره شوې مېلمستیا کې ګډون وکړ.

سرچينې زياته کړې، د سعودي پاچا خادم الحرمین الشریفین، ولسمشر غني او ورسره لوړپوړي پلاوي ته تود هرکلی  ووایه او زیاته یې کړه، ستاسو سفر به د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لا ښه والي ښه اغېز ولري.

نوموړي همدارنګه ولسمشر غني او د افغانستان خلکو ته د افغانستان د خپلواکۍ د سلم کال مبارکي وویله او دا یې د افغانستان لپاره لوی ویاړ وباله چې د خپلواکۍ سلم جشن نمانځي.

هغه په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین او د جګړې پای ته رسېدو هیله څرګنده کړه.

ملک سلمان زياته کړه، سعودي عربستان ټول هغه ترهګريز بریدونه چې افغانان په کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، په کلکه غندي او سعودي عربستان د ترهګرۍ د ریښو د له منځه وړو او د تروریزم ضد مبارزه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.

ده زياته کړه: ((زه د افغانستان وضعیت له نږدې څارم او د افغانستان دولت په رهبري د سولې پروسې ملاتړ کوو.))

هغه ويلي، هېواد یې د افغانانو د ژوند ښه والي په موخه له افغانستان سره د زیاتو همکاریو هیله لري. همدارنګه یې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې چې افغانان به په کې په خپل ګډون سره خپل راتلونکی وټاکي، مهمې وبللې او د ده په وینا، دا ټاکنې به تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل، سعودي عربستان د سیمې د ثبات، امنیت او ودې لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي او همکاریو زیاتوالي هیله وکړه او ویې ویل،  دا دواړه مسلمان هېوادونه باید په ګډه کار وکړي او سعودي عربستان په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

ولسمشر غني د خادم الحرمین الشریفین له تود هرکلي، مېلمه پالنې او له دې امله چې افغانستان ستاسو په زړه کې ځای لري، مننه وکړه او ویې ویل، سعودي عربستان د خپل ځانګړي اسلامي مقام او منزلت له امله د نړۍ ټولو مسلمانو په ځانګړي ډول افغانانو ته خاص ارزښت لري.

هغه د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر لا پراختیا، د سوداګریزو اړیکو پر زیاتوالي، په افغانستان کې د پانګونې او په سعودي عربستان کې افغانانو ته د کاري زمینو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او دا یې د افغانستان د امنیت او ثبات  لپاره ګټور وبلل.

ده ترهګري او افراطیت د افغانستان او سعودي عربستان په ګډون د سیمې او نړۍ  د امنیت او ثبات لپاره  لوی خطر وباله او د ترهګرۍ د ځپلو لپاره یې د ټولو هېوادونو پر ګډ کار او مبارزې ټينګار وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.