ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو او امريکا د لنډمهال حکومت خبره رد کړه

طالبانو او امريکا د لنډمهال حکومت خبره رد کړه

author avatar
25 Aug 2019 - 09:02
طالبانو او امريکا د لنډمهال حکومت خبره رد کړه
author avatar
25 Aug 2019 - 09:02

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٨): وسله والو طالبانو دا خبره رد کړې چې ګواکې دوى په افغانستان کې د موقت حکومت پر جوړولو هوکړه کړې ده.

پرون ځينو عربي رسنيو خبر ورکړى و چې په قطر کې د نهم پړاو خبرو پر مهال دواړو لورو د ١٤ مياشتو لپاره د موقت حکومت پر جوړولو موافقه کړې ده.

د دغه خبر له خپرېدو څو ساعته وروسته په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر  وياند سهيل شاهين په ټويټر کې دا خبر رد کړه.

هغه زياته کړه، کوم خبر چې د موقت حکومت د هوکړې په هکله په رسنیو کې خپرېږي، حقيقت نه لري.

دغه راز د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم په ټويټر کې ليکلي: "موږ د انتقالي حکومت په اړه هېڅ بحث نه دی کړی او د حکومتولۍ په اړه بحث په افغانانو پورې اړه لري."

د امريکا او طالبانو ترمنځ نهم پړاو خبرې اترې په دوحه کې روانې دي او ويل کېږي چې يو شمېر نور پرمختګونه هم په کې شوي دي.

اټکل کېږي چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې د دواړو لورو ترمنځ هوکړه اعلان شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.