ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د یوه ډاکتر په ګډون دوه ملکي وګړي او اته طالبان وژل شوي

لوګر کې د یوه ډاکتر په ګډون دوه ملکي وګړي او اته طالبان وژل شوي

author avatar
25 Aug 2019 - 15:44
لوګر کې د یوه ډاکتر په ګډون دوه ملکي وګړي او اته طالبان وژل شوي
author avatar
25 Aug 2019 - 15:44

پل علم (پژواک، ٣ وږى ٩٨): په لوګر کې د هوايي بريدونو او مخامخ جګړو له امله اته طالبان او د يوه ډاکتر په ګډون دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

په لوګر کې يوې حکومتي سرچينې د وږي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د مرکز اړوند د بابوس په سيمه کې پر دوو کورونو هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي: ((لومړنى بريد د مولوي انعام الله پر کور شوى چې دوه کسان په کې وژل شوي او دويم بريد د مولوي نبي الله پر کور شوى چې يو کس په کې وژل شوى دى.))

د سرچينې د معلوماتو له مخې، مولوي انعام الله له ډېر پخوا راهيسې له وسله والو طالبانو سره همکاري لري او زامن يې اوس هم عملاً د امنيتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالغفار پژواک ته وويل: ((بېګا د مولوي انعام الله او مولوي نبي پر کورونو بريدونه شوي، درې کسان په کې مړه شوي او کورونه يې له منځه تللي دي.))

همدارنګه د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د پېښې په تاييدولو سره وويل چې هوايي بريد پر وسله والو طالبانو شوى دى.

هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

بل لور ته پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې امريکايي ځواکونو په لوګر کې د استوګنې پر کورونو هوايي بريدونه کړي دي.

سرچينه وايي چې په دغو بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر کسان وژل شوي دي.

په اعلاميه کې د کرزي له قوله ويل شوي چې هر څه ژر بايد پوځي عمليات په ټول هېواد کې ودرول شي او ژر تر ژره دې د افغانانو په مشرۍ د سولې مذاکرات پيل شي.

دغه راز په لوګر کې د څلورمې پلې لوا وياند شکيل احمد تسل پژواک ته وويل چې تېره شپه د مرکز اړوند د دوشنبې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

د شکيل د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او د طالبانو په ډزو کې يو ډاکتر هم وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.