جلال اباد (پژواک، ۳ وږی ۹۸): په نورستان کې لومړنی دولتي هوټل د پارون ښاروالۍ له خوا په اساسي ډول جوړ او د یادې ښاروالۍ د عوایدو لوړولو لپاره خصوصي سکتور ته وسپارل شو .
د نورستان ولايت د رسنيو له دفتره د وږي په ۳مه پژواک اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوټل نن د والي له لوري د پټۍ په پرېکولو پرانيستل شو.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د دغه هوتل د پرانيستې پر مهال وویل، د دغه هوټل په جوړېدو سره به هغه ستونزې هوارې شوې چې سیلانیان او نور مسافر د شپو او ورځو تېرولو پر مهال ورسره مخ وو.
هغه زياته کړه، له دې وړاندې په مرکز پارون کې د هوټل لپاره په اساسي ډول جوړې شوې کومې ودانۍ شتون نه درلود چې د نورستان د ښکلي طبعیت سیلانیانو او مسافرو د وخت تېرېدو لپاره ترې استفاده وشي.
د نورستان والي وايي، پر دغه دوه پوړیز هوټل (۷،۱) میلیونه افغانۍ لګښت شوی او د جوړولو چارې یی په څلورو کاري میاشتو کې بشپړې شوې دي .
هغه زیاته کړه، دغه دوه پوړیز جوړ شوی هوتل د پارون ښاروالۍ له لوري د یادې ښاروالۍ د عوایدو لوړولو لپاره خصوصي سکتور ته ورکړل شو څو د پارون ښاروالۍ د خپلو عوایدو له پلوه د ځان بسياینې پر لور مخ ته ولاړه شي .
په خبرپاڼه کې راغلي، د نورستان له والي سره د دې پرانيستې په مراسمو کې د ولایت مرستیال محمد هاشم فیضي، په مشرانو جرګه کې د نورستان استازي عبدالطیف نهضتیار، د پارون ښاروال، یو شمېر دولتي ادارو مسوولینو او ځوانانو ګډون درلود.
خبرپاڼه کاږي چې له پرانيستې وروسته يادو مسوولينو او يو شمېر قومي مشرانو د لومړي ځل لپاره د دغه هوټل ډوډۍ هم وخوړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن