ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کانونو وزارت د “میک” ۳۹ سلنه سپارښتنې بشپړې یا کمې عملي کړې دي

کانونو وزارت د “میک” ۳۹ سلنه سپارښتنې بشپړې یا کمې عملي کړې دي

author avatar
25 Aug 2019 - 19:22
کانونو وزارت د “میک” ۳۹ سلنه سپارښتنې بشپړې یا کمې عملي کړې دي
author avatar
25 Aug 2019 - 19:22

کابل (پژواک، ۳ وږی ۹۸): د "میک" کمېټې راپور ښيي چې د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه کال کې د دغې کمېټې له ۱۹۱ سپارښتنو ۲۷ عملي  کړې او د ۴۸ نورو په عملي کېدو کار روان دی.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې (میک) نن د کانونو او پټرولیم وزارت په اړه خپل دویم راپور خپور کړ.

دغه کمېټه وايي چې په کانونو او پټرولیم وزارت کې د اداري فساد د ارزونې په تړاو خپل لومړى راپور یې د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر میاشت کې خپور کړ.

سرچینه زیاتوي، د دغې ارزونې د موندنو په اساس یادې کمېټې د اداري فساد له امله زیانمنې شوې مهمې برخې پېژندلې دي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څار او ارزونې د ګډې خپلواکې کمېټې رییس لورنزو دوملګ (Lorenzo Delesgues) وویل، دغې کمېټې له څېړنو وروسته په کانونو او پټرولیم وزارت کې زیانمنې برخې وپېژندلې چې زیانمنې شوې برخې له ناقانونه باج اخیستو، د وزارت کمزورې ادارې او ظرفيت او د دولت له حساب نه ورکولو څخه عبارت دي.

هغه زیاته کړه، میک تېر کال په کانونو او پټرولیم وزارت کې د اداري فساد د کمولو او اصلاحاتو راوړلو لپاره ۱۹۱ سپارښتنې وړاندې کړې چې له دې جملې تر اوسه ۲۷ سپارښتنې بشپړې تطبیق او ۴۸ سپارښتنې د تطبیق کېدو په حال کې دي او ۱۱۶ سپارښتنې تر اوسه نه دي تطبیق شوې.

نوموړي وویل: ((د هرې سپارښتنې د تطبیق لپاره ټاکلی وخت په پام کې نیول شوی او ډېر شمېر سپارښتنې په خپل ټاکلي وخت کې تطبیق شوې او داسې سپارښتنې هم شته چې تر اوسه نه دي تطبیق شوې.))

هغه زیاته کړه: ((موږ د کانونو وزارت له هغو ګامونو چې تر اوسه یې پورته کړي، خوشحاله یو، غواړو چې د ټولو سپارښتنو د عملي کېدو لپاره ډېرې هڅې وکړي.))

هغه دغه راز وویل چې د کانونو او پټرولیم وزارت د میک د سپارښتنو د عملي کېدو لپاره یوه کمېټه جوړه کړې چې دا خپله د روڼتیا او اصلاحاتو لپاره د دغه وزارت د مشرتابه غوڅه اراده څرګندوي.وردن شفاف

د میک د دارالانشاء رییس میوند روحاني هم وویل، د کانونو د نوي قانون تصویب، د کانونو په تړونونو کې د چاپېریال مسایل، د پانګوالو لپاره د کانونو په قانون کې د اسانتیاوو رامنځ ته کول، د کان کېندنې د نوو مقررو جوړول، د تړونونو د تایید يا لغوې لپاره د معیارونو ټاکل، د حق الامتیاز او محاسبې د تعریف لپاره د معیارونو وضع او د دغه وزارت پر مهمو پوسټونو د مسلکي کسانو ګومارل هغه سپارښتنې دي چې بشپړې عملي شوې دي.

د ده په خبره، د کادستر دیجیټلي مدیریت د سیستم رامنځته کول، د کانونو د پورتال جوړول، په دغه وزارت کې د تمویلوونکو د همغږۍ د واحد رامنځته کول، په تړونونو کې د ناوړه ګټه اخیستنې د مخنیوي لپاره عملي کړنلاره، د وزارت په داخل کې د پالیسیو د پراختیا لپاره د سرچینو مشخص کول او د کانونو وزارت په سایټ کې د ټولو تړونونو خپرول هغه سپارښتنې دي چې تر یوې کچې عملي شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.