د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

«په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه باید سراسري شي»

«په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه باید سراسري شي»

Aug 25, 2019 - 17:07

 کابل (پژواک، ۳ وږی ۹۸): په کابل کې د یوې ناستې پر مهال له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د لاسته راوړنو او په افغانستان کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر پر ډېرېدو د اندېښنې تر څنګ په هېواد کې د دې پدیدې پر وړاندې پر سراسري مبارزه ټینګار وشو.

 دغه ناسته نن د «امریکا غږ» له خوا «له نشه يي توکو سره په مبارزه کې د رسنیو رول» په نوم د افغان دولت د چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.

 د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره  د مبارزې معیین محمد هاشم اورتاق یادې ناستې ته وویل، سږ کال پر ۴۳۵زره هکتاره کرل شوي کوکنار پاک شوي او ۵۷۳ ټنه نشه یي توکي او له هغو سره د تړاو په تور۱۷۴۰ کسان نیول شوي او د نشه يي توکو د پروسس ۶۰ لابراتوارونه هم ویجاړ شوي دي.

 هغه زیاته کړه، په روان کال کې پولیسو د نشه يي توکو له قاچاق کوونکو ۲۳۳ موټر او ۱۷۵ بېلابېلې وسلې نیولې دي. د ده په خبره، دغه لاسته راوړنې په ټول هېواد کې په ۱۴۶۰ عملیاتو کې وې.

 نوموړي وویل، په یادو عمیاتو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د پولیسو ۱۵ منسوبین وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

 د نوموړي د معلوماتو له مخې، د نشه يي توکو د قاچاق په تور په نیول شوو کسانو کې ۳۳ د ملي پولیسو منسوبین، ۱۱ د ملي اردو منسوبین، پنځه د ملي امنیت ریاست کارکوونکي او اووه بهرنیان شامل دي.

 هغه وویل، د هغې سروې له مخې چې په ۲۰۱۵ کال کې اعلان شوې په افغانستان کې ۳.۶ میلیون کسان پر نشه يي توکو روږدي دي چې ۱.۴ میلیون کسان یې له هېرویینو استفاده کوي.

 اورتاق له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې عامه پوهاوی مهم وباله او یې ویل، له نشه يي توکو سره مبارزه باید سراسري شي ځکه پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو ډېرېږي.

 په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي میرویس یاسیني په نننۍ ناسته کې وویل، له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د حکومت او ملي شورا رول ډېر کم رنګ دی او که رسنۍ هم په دې برخه کې پوهاوی ورنه کړي د نشه يي توکو خطر به له ترورېزم ډېر شي.

 نوموړي د نشه يي توکو پر وړاندې پر ګډ کار او ملي مبارزې ټینګار وکړ او ویې ویل، څو چې امنیت خوندي نه شي دا پدیده له منځه نه ځي او قانون نه پلی کېږي.

 په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت د ۲۰۰۱ کال په پرتله څو برابره ډېر شوی دی.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۰۱ کال ګې پر اته زره هکتاره ځمکه خو تېر کال پر ۲۶۳ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وویل، د سږ کال په جریان کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت سیمې په تړاو کره معلومات نه لري.

 له نشه يي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د څارنوالۍ رییس محمد الف عرفاني نشه يي توکو ته موجوده تقاضا، د نشه يي توکو مافیا، د سیمه ییزو همکاریو نه موجودیت، له نشه يي توکو څخه د مخالفینو استفاده، د کروندګرو بې وزلي او د بودیجې او امکاناتو نشتون د نشه يي توکو د ډېرېدو لاملونه وبلل او زیاته یې کړه: «ترڅو چې په تخنیکي او مالي برخو کې نړیوالې همکارې، سیمه ییزې مرستې او د نورو ادارو مرسته نه وي له دې پدیدې سره مبارزه به ستونزمنه وي.»

 نوموړي هم له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د دولت او ملت همکاریو غوښتنه وکړه او ویې ویل، نادولتي بنسټونه هم باید له نشه يي توکو سره په مبارزه کې برخه واخلي.

 د عامې روغتیا وزارت د نشه يي توکو د تقاضا د کمښت رییس ډاکتر محمد شاه پور یوسف پر نشه يي توکو د روږدو کسانو په ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه او یې ویل، په هېواد د روږدو کسانو د درملنې شته مرکزونه کم دي.

د نوموړي په خبره، همدا اوس په ټول هېواد کې د روږدو د درملنې ۱۱۰ مرکزونه موجود دي او دغه مرکزونه هر کال د ۴۰ زره روږدو د درملنې وړتیا لري.

 نوموړي د روږدو کسانو پر درملنه، له نشه يي توکو سره د مبارزې د پولیسو پر ډېرېدو او نورو حکومتي ادارو ټینګار وکړ او ویې ویل، وقایه د درملنې په نسبت اغېزناکه ده او د عامه پوهاوي پروګرامونه باید ډېر شي.

 نوموړي له نشه يي توکو سره د ګډې ملي مبارزې غوښتنه وکړه او ویې ویل، یوازې د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارت کافي ونه بلل، څو چې ملت او ټولې دولتي ادارې په یاد بهیر کې برخه وانه خلي له نشه یي توکو سره مبارزه پایله نه لري.

 یوسف زیاته کړه، همدا اوس د هېواد ۱۱ سلنه نفوس پر نشه يي توکو روږدي دي چې د اندېښنې وړ خبره ده.

 د امریکا غږ له نشه يي توکو سره د مبارزې د پروژې د همغږۍ مسوول رحیم ګل څاروان هم له نشه يي توکو سره د مبارزې غوښتنه وکړه او ویې ویل، د امریکا غږ په همدې موخه تر اوسه په کندهار، بلخ او ننګرهار کې درې یو ورځني کنفرانسونه جوړ کړي څو رسنۍ او حکومت په ګډه له دې پدیدې سره مبارزه وکړي.

نوموړي د نشه يي توکو د وقایې او پوهاوي په برخه کې د رسنیو رول اغېزناک وباله او له رسنیو یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement