کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٨): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د بوديجې د کمښت او په کاري برخه کې د غوره کیفیت رامنځته کولو په موخه يې ٤٣ کارکوونکي له دندو لرې کړي دي.
د يادې ادارې له خوا د وږي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه او بشري سرچینو د ګډې پرېکړې پر بنسټ، په دې وروستیو کې د کارکوونکو پر تشکیل له سره کتنه وشوه.
سرچينې زياته کړې، د دې کتنې په پايله کې هغه ټول اضافي کسان چې په تشکیل کې ورته اړتیا نه لیدل کېده، د پورته ذکر شوو ستونزو له امله د ۴۳ کسانو قراردادونه پای ته ورسول شول.
د کرکټ بورډ د بشري سرچینو د مسوول ضیاءالحق ضیاء وايي: ((د بودجې د کمښت او په کاري برخه کې د کیفیت رامنځته کولو په موخه دا ډېره اړینه وه، څو موږ دغه ګام پورته کړو، دا چې اوسمهال د بودجې له کمښت سره مخ یو، نو د ادارې پر ځان بساینه او مالي ثبات ډېر مهم دی نو پر همدې بنسټ مو یاد ګام پورته کړی دی.))
هغه زياته کړې، د یاد شمېر کارکوونکو معاشونه د میاشتې شاوخوا یو ميلیون افغانۍ او د کال نږدې ۱۲ ميلیونه افغانۍ کېږي. د ادارې د نوې تګلارې پر بنسټ به دغه اندازه پیسې پر تخنیکي او رغنیزې چارو لګېږي چې پر بنسټ به یې په یادو برخو کې ډېر ژر مثبت بدلونونه رامنځته شي.
کرکټ بورډ ويلي چې د ادارې د پالیسۍ پر بنسټ به یادو ټولو کارکوونکو ته د راتلونکې سپټمبر میاشتې معاش هم ورکول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن