ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عوایدو ځنډ د کندهار ښاروالۍ خدماتي او پرمختیايي چارې ټکنۍ کړې دي

د عوایدو ځنډ د کندهار ښاروالۍ خدماتي او پرمختیايي چارې ټکنۍ کړې دي

author avatar
25 Aug 2019 - 15:53
د عوایدو ځنډ د کندهار ښاروالۍ خدماتي او پرمختیايي چارې ټکنۍ کړې دي
author avatar
25 Aug 2019 - 15:53

کندهار (پژواک، ۳ وږی ۹۸): د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د کندهار ښاروالۍ خدماتي او پرمختیايي چارې ټکنۍ شوې چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي.

د کندهار ښاروالۍ چارواکي وايي، دغه ستونزه د عوایدو د ځنډ له امله ده چې اوس یې حل کړې ده.

د کندهار ښار د علامه حبیبي واټ اوسېدونکي عبدالقدوس پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې د کندهار ښاروالۍ خدماتي او پرمختیايي چارې له خنډ او ځنډ سره مخ دي چې خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

هغه د بېلګې په توګه د کندهار ښار په زړه کې علامه حبیبي واټ یاد کړ چې د جوړولو قرارداد یې یو نیم کال مخکې شوی خو لا بشپړ جوړ شوی نه دی او کار یې نیمګړی پاتې دی.

ده زیاته کړه، دغه واټ چې مخکې یې ۱۸ متره عرض درلود، د ښاروالۍ له خوا د ملکیتونو تر استملاک وروسته د ۴۰ متره په اندازه پراخ شو چې اوس یې د جوړولو چارې درېدلي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ده په وینا، ښاروالۍ ژمنه کړې وه چې دغه واټ به د ۱۰ میاشتو په موده کې جوړوي خو دا دی یو نیم کال کېږي چې نیمايي کار یې لا پاتې دی.

دغه راز د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکی عزت الله وايي، د احمدشاهي جادې د رغولو چارې میاشتې مخکې تر سره شوي خو ځینې چارې یې لا پاتې دي.

دی وايي، په ټوله کې په دې وروستیو کې د کندهار ښاروالۍ خدماتي او پرمختیايي چارې درېدلي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د ده په خبره، کندهار ښاروالۍ دې خپل کارونه او چارې ګړندي کړي.

په ورته توګه د کندهار ښار د نورو سیمو خلک هم شکایت کوي چې ښاروالۍ د بای پاس، میر بازار، میرویس مېنې او حاجي عزیز سیمو د سړکونو جوړولو ژمنه کړې وه خو اوس ځنډېدلي دي.

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د خلکو شکایتونه پر ځای بولي خو وايي، د کندهار ښاروالۍ پرمختیايي او خدماتي چارې د عوایدو د ځنډ له امله ټکنۍ شوي چې اوس یې دغه ستونزه حل کړي دي.

حیات پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې د ښار د دخولي دروازو عواید مخامخ د ښاروالۍ اکاونټ ته راتلل خو اوس دغه عواید مالیې وزارت ته ځي چې دوی ته په هره ربع کې له دغو عوایدو ۴۱ میلیونه افغانۍ ورکول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.