ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په ۱۱ ولسواليو کې لا هم کوکنار کرل کېږي

د ننګرهار په ۱۱ ولسواليو کې لا هم کوکنار کرل کېږي

author avatar
25 Aug 2019 - 15:02
د ننګرهار په ۱۱ ولسواليو کې لا هم کوکنار کرل کېږي
author avatar
25 Aug 2019 - 15:02

جلال اباد (پژواک، ۳ وږی ۹۸): د ننګرهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس وايي چې په دغه ولايت کې تر امنيتي ګواښونو لاندې يوولسو ولسواليو کې لا هم کوکنار کرل کېږي.

دی وايي، اوس ولايتي ادارې د امنيتي ځواکونو او ولس په همکارۍ د امنيتي ساحو د پراختيا هڅې پيل کړې دي، څومره چې امنيتي ساحې پراخېږي په هماغه اندازه به د کوکنار کښت هم کمېږي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس ادريس ساپي د وږي په ۳مه له پژواک اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې هيله وښوده چې د بديل معشيت پروګرامونو پلي کېدل، د امنيتي ساحو پراختيا او د ولايتي ادارې کلک هوډ به د دې سبب شي چې په راتلونکو کلونو کې په ننګرهار کې د کوکنارو کښت صفر ته کښته شي.

دی وايي، اوس د دغه ولايت په ۱۱ ولسواليو کې چې تر امنيتي تهديداتو لاندې دي او ډېرې سيمې يې د وسله والو په ولکه کې دي، کوکنار کرل شوي خو وايي، په اوو ولسواليو کې چې د حکومت تر حاکميت لاندې سيمو کې کوکنار کرل شوي وو، دوی له منځه وړي دي.

هغه زياته کړه: ((موږ توانېدلي يو چې د ولسواليو د چارواکو، امنيتي ځواکونو او قومونو په همکارۍ په اوو ولسواليو کې ۵۵۰ جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړوو.))

ساپي وويل، سږ کال يې کچه نه ده کره کړې؛ خو د تېر کال په پرتله چې ۱۴زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو، سږ کال دا کچه له پنځوسو تر شپېتو سلنه ټيټه شوې ده.

د ننګرهار له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس په جلال اباد ښار او ولسواليو کې پر نشه د روږدو کسانو د شمېر زياتوالي په اړه هم اندېښنه څرګندوي او وايي، په ازاده توګه د نشه يي توکو پلور، د درملنې د اسانتياو کموالی او د کارونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې له امله يې ورځ تر بلې پر نشه د روږدو کسانو شمېر زياتېږي.

دی وايي، د ټول ولايت په کچه چې تر سل زره ډېر کسان په کې پر نشه روږدي دي، د درملنې يوازې يو مرکز لري چې په پنځه څلوېښت ورځو کې په کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسانو درملنې ظرفيت موجود دی.

د هغه په وينا، که څه هم پوليس د نشه يي توکو د قاچاقبرو او پرچون پلورونکو پر وړاندې په کلکه مبارزه کوي خو وايي، پرچون پلورونکي له داسې لارو چارو کار اخلي چې په قانون کې د جرم حد نه پوره کوي.

ده زياته کړه: ((پرچون فروشان دا کار يا په ماشومانو کوي، يا هم په دومره کمه اندازه له ځان سره ګرځوي چې په قانون کې جرم نه ګڼل کېږي؛ ځکه د معتادينو په څېر يې ځانونه جوړ کړي وي. خپله معتادين يې هم خرڅوي، نو په دې خاطر يې مخنيوی لږ ستونزمن دی.))

د ننګرهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس وايي، اوس مهال د دغه ولايت په ځينو هغو ولسواليو کې چې د کوکنارو کښت په کې صفر شوی او امنيتي ځواکونه د کوکنارو د کښت مخنيوی کوي، کروندګرو يې د بنګو کر ته مخه کړې، خو دوی پلان لري چې سږ کال د بنګو فصلونه هم واړوي.

دی وايي، دا بوټی د شينوارو او خوږياڼو زون يو شمېر ولسواليو کې کرل کېږي چې له دانو يې خام چرس جوړېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.